ډېر ژر به ۱۵۰۰ملي بسونه په کابل ښار کې تګ راتګ پیل کړي

(Last Updated On: September 23, 2019)

کابل ښاروالۍ ویلي، چې د میلیونونه افغانیو پر ارزښت يي د ملي بس لپاره  د ډاډ وړ تمځي جوړکړي دي.

د کابل ښاروالۍ مسوولینو ویلي،؛ د کابل ښار په کچه ۲۶۴ تمځي مو د آسانتیاوو لپاره ځانګړي کړي، چې د ځینيو کارونه یې بشپړ شوي هم شوی.

دوی هیله من دي، چې ترانسپورت وزارت د ښاري ملي بسونو چارې تنظیم کړي. د کابل ښاروالۍ ویانده نرګس مومند څرګنده کړې، چې مونږ د ښاریانو د ترانسپورتي تمځیو د ستونزو د حل لپاره ځایونه ټاکلي. هیله ده، چې غوره ګټه ترې پورته شي.

 د ترانسپورت وزارت مسوولینو ويلي، چې په نږدې راتلونکي کې به ۱۵۰۰ ملي بسونه په کابل ښارکې ښاریانو ته خپل خدمتونه پیل کړي.

د ترانسپورت وزارت ویاند مهدي روحاني وایي؛ له مونږ سره د هندوستان حکومت ژمنه کړې، چې مونږ ته به د تمځیو له جوړیدو سره ملي بسونه راکړي اوس غواړو، چې د دې ترڅنګ د ترانسپورت انستیتوت هم جوړ شي.

کابل ښاریان بیا وايي، چې تمځي جوړ شوي؛ ملی بسونه نشته او دوی اندېښمن شوي، چې د ملي بسونو تر راتلو ښايي دا تمځي ویجاړ نشي.

د کابل ښار اوسیدونکی محمد عمر وایي؛ مونږ ګورو، چې ډېر تمځي  جوړ شوي او د ډاډ وړ ګټه ترې نه اخیستل کیږي. که همداسې پاتي شي، ښايي ژر ویجاړ شي.

د ترانسپورت وزارت د څرګندونو له مخې؛ د تمځیو ساتنه او څارنه دوی پخپله کوي؛ خو په دې برخه کې د خلکو همکاري ډېره اړینه ده.

خبریال: اسلم حجاب

About Ariana News

Avatar

Check Also

د تخار ولایت د شولو په حاصلاتو کې ډېروالی راغلی

(Last Updated On: October 17, 2019)د تخار د کرنې او مالدارې ریاست ویلي؛ په تېرو …