عاجل خبرونه

هند او چین د افغانستان په سترو اقتصادي پروژو کې د ګډې پانګونې هوکړه کړې

(Last Updated On: April 29, 2018 7:07 pm)

د هند لومړي وزیر او د چین ولسمشر په درې ورځنۍ لیدنه کې هوکړه کړې، چې ډيلي او بیجینګ به د افغانستان پر اقتصادي سترو پروژو ګډه پانګونه وکړي.

افغان چارواکي وايي، چې د هند او چین ګډه پانګونه د افغانستان اقتصاد او ثبات ته ګټوره ده.

د اقتصاد وزارت ویاند سهراب بهمن وایي: مونږ د دې وړتیا لرو، چې د سیمې هېوادونو سترې پروژې پلې کړو. د سیمې د دغو دوه سترو اقتصادي هېوادونو همکارۍ د سیمې او افغانستان له اقتصادي پیاوړتیا سره مرسته کوي.

اقتصادي کارپوهان وايي، چې په افغانستان کې د مهمو او ځواکمنو هېوادونو ګډې پانګونې به سیمه ییزې ناسالمې سیالۍ پر مثبتو سیالیو واړوي.

د پوهنتون استاد سید مسعود وایي: دا یو ښه زیری دی، چې سیالان مو پر اقتصادي پروژو افغانستان سیمه ییز کوي او دا کار د دښمنۍ پر ځای ثبات رامنځته کوي.

که څه هم د هند او چین د ګډې پانګونې په اړه ډېر جزیات نه دي ورکړ شوي؛ خو افغان چارواکي تمه ښيي، چې په افغانستان کې د کانونو او انرژۍ په برخو کې پانګونې ته لازم فرصتونه شته.

د سوداګرۍ خونې ویاند صیام پسرلی وایي: په افغانستان کې د سیمه ییزو اقتصادي پروژو د پلي کولو لپاره ښه زمینه شته.

افغانستان له طبیعي زیرمو ډک هېواد بلل کیږي، چې د اټکل له مخې د ټولو طبیعي زیرمو ارزښت یې له درې تریلیون دالرو اوړي؛ خو زیاتره کانونه د وسلوالو او زورواکو لخوا په ناقانونه توګه کیندل کیږي.

خبریاله: سمیرا ظفري

About Ariana News

Check Also

په ايران کې پر پوځي پريډ وسلوال بريد مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: September 22, 2018 2:28 pm) د ایران په جنوب اهواز ښار کې …