نور به د شهید له خور او موره نامشروع غوښتنې ونشي-ویس برمک

(Last Updated On: سپتمبر 26, 2017)

د کورنیو چارو وزارت سرپرست وایي؛ نور ورته د منلو نه دي، چې د شهید له خور او موره  د اداري کارونو په لړ کې نامشروع غوښتنې وشي.

د سیګر د رپوت له خپریدو وروسته، چې د  وژل شویو امنیتي منسوبینو له کورنیو سره په دولتي ادارو کې د ناسم چلند یادونه وشوه؛ کورنیو چارو وزارت سرپرست د شهید اوونۍ په نمانځغونډه او د زړور زاهد  کړنو ته د درناوي پر مهال وویل، چې نور به د قربانیانو کورنۍ د اداري کارونو پر مهال له ستونزو سره مخ نه شي.

هغه د پېژنتون او شهیدانو ریاستونو پر کړنو نیوکې هم وکړې.

ښاغلي ویس برمک په ډاګه کړې، چې پېژنتون او د شهداوو ریاستونه دې ځان اصلاح کړي؛ له خدایه ووېریږئ، په کړنو کې بدلون راولئ. دا څنګه زړه دی، چې د شهید له مور، میرمنې او مور څخه نامشروع غوښتنې کوئ.

په ولسي جرګه کې د کابل استازی الله ګل مجاهد وایي؛ کله، چې سرتېری په سنګر کې جنګیږي؛ خوږ ژوند له لاسه ورکوي، میرمن یې کونډه او اولاد یې یتیمیږي، نو یوه نمره ځمکه څه شی دی باید ورکړ شي.       

د کورنیو چارو وزارت سرپرست ډاډ ورکوي، چې د شهیدانو ورثه وو ته ټول امتیازونه د زدکړې او سرپناه په ګډون په پام کې نیول شوي دي.

About Ariana News

Check Also

اجرائیه رییس عبدالله د ايران له ولسمشر سره لیدلي

(Last Updated On: سپتمبر 25, 2018) د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس داکتر …