په ننګرهار کې طالبانو د یو مکتب اداري دفتر سوځولی

(Last Updated On: اپریل 10, 2018)

د ننګرهار ولایت چارواکو منلې، چې وسلوالو طالبانو د دې ولایت په مومندره کې د یوه ښوونځي اداري دفتر سوځولی دی.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي آریانا نیوز ته ویلي، چې وسلوالو طالبانو نن سهار وختي درې بجې د مومندرې د هزارناو لیسې ته وردننه شوي او ادارې ته یې اور اچولی دی.

هغه دغه راز زیاته کړې، چې د دې لیسې ټول اسناد سوځیدلي او د اور لمبې د ښوونځي نورو برخو ته هم رسیدلي دي.

د نوموړي په وینا؛ د ښوونځي مسوولینو پخپل وخت اور وژلی او د غزیدو مخه یې نیولې ده.

د دغه ولایت د رسنیو دفتر په ډاګه کړې، چې دمګړۍ د ښوونځي دروازې زدکوونکیو ته خلاصې دي او درس هم په عادي حال روان دی.

طالبانو تر دې دمه د دغې پېښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

About Ariana News

Check Also

په ننګرهار کې د طالبانو پر یوه مرکز شپني عملیات تر سره شوي

(Last Updated On: فبروري 19, 2019) تېره شپه د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو د خوږیاڼي …