عاجل خبرونه

په ننګرهار کې یو زوی خپل پلار، مور او میرمن وژلي دي

(Last Updated On: اپریل 9, 2018)

د ننګرهار والي ویاند وايي، د جلال آباد ښار د ۵ ناحيې اړوند په عبدالحق مېنه کې تېره شپه یو زوی خپل پلار، میرنۍ مور او میرمن وژلي دي.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ویلي، چې نورمحمد نومی د شېرزاد ولسوالۍ اصلي اوسيدونکی دی؛ هغه د کورني تاوتريخوالي له کبله خپله میرمن، ميره او پلار وژلي دي.

نور محمد د پولیسو له لوري نيول شوی او اعتراف يې کړی، چې خپله میرمن، ميرنۍ مور او پلار يې د تومانچې پر ډزو وژلي دي.

ویل کیږي، چې قاتل د پولیسو تر پوښتنې لاندې دی.

په وروستیو څو کلونو کې کورنی تاوتریخوالی ډېر شوی، چې ډېري قربانیان یې ښځې او نجوني دي.

About Ariana News

Check Also

کیدی شي طالبانو او خلیلزاد د بهرنیو ځواکونو پر وتلو هوکړه کړې وي

(Last Updated On: نوومبر 17, 2018) د سولي عالي شورا وایي، کیدی شي، چې طالب …