په هلمند کې د نجونو لیسې ۲۴ زدکوونکې مسمومې شوي

(Last Updated On: April 2, 2018)

د هلمند والی ویاند آریانا نیوز ته په ډاګه کړې، چې، نن سهار د دې ولایت د لښکرګاه د نجونو د مرکزی لیسې د یوولسم ټولګي ۲۴ زدکوونکې مسمومې شوې دي.

د هلمند والي ویاند عمرځواک زیاتوي، چې مسمومې شوې نجونې روغتون ته لیږدول شوې او روغتیایی حالت یی د ډاډ وړ دی.

د هلمند ولایت د رسنیو دفتر په ډاګه کړې، چې د دې ولایت د والي مرستیال مجاهد الله صفاري روغتون ته د لیږدول شویو نجونو پوښتنې ته ورغلی دی.

ښاغلي صفاري اړوند مسوولینو ته سپارښتنه کړې، چې ژر تر ژره دې د نجونو د مسمومیت لاملونه په ډاګه کړي.

ویل کیږي، چې تراوسه د دوی د مسمومیت لامل نه دی روښانه شوي او په اړه یې څېړنې روانې دي.

About Ariana News

Check Also

د آلمان ځانګړي استازي په قطر کې له طالب استازي ملا برادر سره لیدلي

(Last Updated On: May 19, 2019)د افغانستان او پاکستان لپاره د آلمان هېواد ځانګړي استازي …