Connect with us

تازه خبرونه

په ننګرهار کې، د داعش د وسلو یوه زیرمه موندل شوې

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ملي اردو سرتېرو د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې، د داعش د وسلو یوه زیرمه نیولې، چې په کې درندې وسلې او ځانمرګي واسکټونه ساتل کیدل.

داعش په ننګرهار کې اوس هم ستر خطردی او داسې اندېښنې هم شته، چې د اوړي په موسم کې به خپل فعالیتونه پراخه کړي؛ خو سرتېري هڅه کوي، چې د یادې ډلې ملاماته کړي.

د ۲۰۱سیلاب قل اردو د څلورمې پلې لوا ريیس ارکان محمداجان وایي، چې د ملي اردو سرتېرو د خوږیاڼو ولسوالۍ د وزیرو په سیمه کې د داعش د وسلو یوه زیرمه نیولې، چې په کې سپکې او درندې وسلې، ځانمرګي واسکټونه، د ملي اردو څو جوړې لباس او سلګونه کیلوګرامه چاویدونکي توکي ساتل کیدل.

په خوږیاڼو کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا د لومړي کنډک قومندان رسول محمد وايي، د نیول شویو وسلو په تړاو دوه شکمن کسان هم نیول شوي.

هغه زیاتوي؛ داعش هڅه کوله، چې دا وسلې د جلال آباد په ښاري بریدنو کې وکاروي.

ملي اردو دا وسلې په داسې حال کې نیولي، چې د تېرې جمعې په ورځ هم د خوږیاڼو په ادوړ سیمه کې د داعش او طالبانو ترمنځ نښتې شوي.

ځايي استوګن وايي، د یادې ولسوالۍ په ځينو سیمو کې اوس هم داعش پراخې هڅې لري؛ خو د ملي ادرو مسوولین وايي، په تصفیه شویو سیمو کې له پوستو جوړلو وروسته به پاتې نورې سیمې هم له وسلوالو پاکې شي.

خبریال: رحمت الله زیارمل

تازه خبرونه

افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.

امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاو‌شینګ سره په کتنه کې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.

امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.

هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.

راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.

هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.

میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.

هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.

له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!