په ننګرهار کې نارنج ګل میله او مشاعره جوړه شوه

(Last Updated On: March 30, 2017 7:13 pm)

vlcsnap-2017-03-30-18h50m26s2

نارنج ګل ننګرهار خوندور کړی او ننګرهاریان پسرلي ته؛ ځکه ډېرخوشحاله دي، چې د نارنج ګل وږمو یې د کال خفه زړونه ټکور کړي دي.

په دې مشاعره کې د هېواد له لر و برڅخه د شاعرانو ترڅنګ د قبایلو او کلتور سرپرست وزیرانو، د ملي شورا غړیو، د ولمسشر ځینې سلاکارانو، سیمه ییزو مسوولینو او په پاکستان کې د افغانستان سفیرحضرت عمر زاخېلوال هم ګډون کړی و.

سفیر زاخیلوال د عبدالرحمن بابا په څو بیتونو کې پاکستان ته په نغوته کې وویل، چې ژر به له خپلې لمنې اور واخلي.

په علمي چارو کې د ولسمشر سترسلاکار لال پاچا ازمون دې مشاعرې ته د ولسمشرمحمد اشرف غني پيغام  ولوست، چې په کې له شاعرانو څخه د فکري روزنې غوښتنه شوې وه.

سږنۍ مشاعره په آزاده فضا کې په ډير ښه نظم ترسره شوه او سلګونه شاعرانو په کې شعرونه ولوستل. د ننګرهار والي ګلاب منګل څرګنده کړه، چې د نارنج ګل له مشاعرې په الهام په نورو ولایتونو کې هم ورته مشاعرې نمانځل کیږي.

د ننګرهار د کلتور رییس اورنګ صمیم په تېر کال کې د خپلو کړنو راپور وړاندې کړ.

هغه د رسنیو له مبتذلو خپرونو، پخپلسر د لیکنو له چاپ او د تاریخي ځایونو له غصب شکایت وکړ.

سږنۍ مشاعرې له تېرې هغې سره یو لوی توپیر دا و، چې سږکال شاعرانو له خلکو څخه د سولې، یوالي، علم او پرمختګ غوښتنې درلودې.

پېنځه لسیزې وړاندې د ختیځ شاعرانو نارنج ګل ته، د درناوي په موخه د نارنج ګل میله او مشاعره پیل کړې، چې ترننه هرکال د نارنج ګل دودیزه مېله او مشاعره له ویاړه ډکه نمانځل کیږي او د هېواد  نورې سیمې ترې هم په بېلابېلو بڼو الهام اخلي.

خبریال: رحمت الله زیارمل

About Ariana News

Check Also

حکومت امنیتي ځواکونو ته پرمختللې وسلې نه ورکوي- محقق

(Last Updated On: September 20, 2018 7:34 pm) محمد محقق پر حکومت له دې کبله …