عاجل خبرونه

په ننګرهار کې پر یو توغول شوي توغندي ۷ ملکي وګړي وژل شوي

(Last Updated On: مارچ 12, 2018)

د ننګرهار والي ویاند وایي، چې د دغه ولایت د بټيکوټ ولسوالۍ په نبي خېلو سيمه کې تېره شپه اته نیمې بجې د وسلوالو په یو توغندیز بريد کې د دوه ميرمنو او درې ماشومانو په گډون ۷ ملکي وگړي وژل شوي او ۲  ټپيان دي.

خبرپاڼې په ډاګه کړې؛ دا  پېښه هغه مهال رامنځته شوې، چې د يوې کورنۍ غړي په خپل موتر کې د فاتحې د ترسره کولو په موخه د کلي یوې نږدې سيمې ته روان ول.

سرچینه زیاتوي، د توغندي دا برید د وسلوالو مخالفینو لخوا تر سره شوی؛ خو وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

About Ariana News

Check Also

کیدی شي طالبانو او خلیلزاد د بهرنیو ځواکونو پر وتلو هوکړه کړې وي

(Last Updated On: نوومبر 17, 2018) د سولي عالي شورا وایي، کیدی شي، چې طالب …