Connect with us

تازه خبرونه

په ننګرهار کې د یوې میرمنې په ګډون ۳ انسان تښتوونکي نیول شوي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په ډاګه کړې، چې د ددغه ولایت د مرکز جلال آباد ښار په اړوند سیمه کې د مرورې ساپۍ په نوم د یوې داکترې له کتنځي( معاینه خانه)  یو ماشوم تښتول شوی و؛ خو د اته میاشتو دا ماشوم د تښتوونکیو له منګولو آزاد او په تور یې د یوې میرمنې په ګډون ۳ انسان تښتوونکي نیول شوي دي.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی ویلي؛ د ملي امنیت مؤظفینو له لورې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د یوې میرمنې په ګډون ۳ انسان تښتوونکي ونیول، چې یوه اوونۍ وړاندې یې په جلال آباد ښار کې د ډاکترې مرورې له کتنځي تښتول شوی و؛ خو اته میاشتنی ماشوم یې د دوی له منګولو آزاد او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.

نوموړي زیاته کړې، چې یوه اوونۍ وړاندې د جلال آباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند په بسم الله صحت پلازې کې د داکترې مرورې ساپۍ له کتنځي څخه حمزه نومی د اته میاشتو ماشوم تښتول شوی و.

د خوږیاڼي په وینا؛ د ملي امنیت کارکوونکیو په هلو ځلو کې د جلال آباد ښار د څلورمې ناحیې په بیز اکمالاتي سیمه کې د یوې میرمنې په ګډون درې انسان تښتوونکي ونیول شول او د تښتوونکیو له منګولو یې یاد ماشوم ژوندی تر لاسه او خپلې کورنۍ ته وسپاره .

د یاد ماشوم پلار زرغون د ملي امنیت زړورو منسوبینو څخه مننه وکړه، چې معصوم ماشوم یې ورته د تښتوونکیو له منګولو روغ رمټ ژغورلی او دوی ته یې د سپارلو ترڅنګ انسان تښتوونکي هم ونیول .

درې وسله وال طالبان ووژل شول او ۵ شکمن کسان ونیول شول .

دغه راز د دغه دفتر د یوې بلې خبرپاڼې له مخې؛ د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ په غلام ډاک سیمه کې تېره شپه د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو په عملیاتو کې ۳ وسلوال طالبان وژل شوي او ۵ شکمن کسان ژوندي نیول شوي دي.

ویل کیږي، چې د دغو عملیاتو پر مهال د وسلوالو طالبانو دوه موتر سایکلونه او یو شمېر مهمات هم لمنځه وړل شوي او یو میل کلاشینکوف هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

په ترسره شوو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی .

د یادونې وړ ده، چې د هېواد په بېبلابېلو سیمو کې جنایي جرمونه او د انسان تښتونې پېښې ډېرې شوې دي.

تازه خبرونه

د ټاپي ګاز شرکت اجرائیه رییس د پروژې له پرمختګه خوښ شو

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور د پنجشنبې پر ورځ ( د وري نهمه ) د ټاپي پروژې له اجرائیوي رییس او په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره وکتل او د دغې پروژې د پرمختګ په اړه یې خبرې وکړې.

د ترکمنستان او افغانستان، پاکستان او هند (ټاپي) د ګازو نلیکې د پروژې اجرائیوي رییس مراد امانوف د پروژې له وروستي پرمختګه ډخوښي وښوده او د پروژې د عملي پیل په اړه یې خبرې وکړې.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین لاور ويلي، چې د ټاپي پروژې لومړني کارونه چټک روان دي او په نږدې راتلونکي کې به د دې نلليکې د غځولو چارې پيل شي.

ویل کیږي، چې د ترکمنستان سفیر یاد هېواد ته د افغان پلاوي د وروستي سفر په اړه معلومات وړاندې کړل او څرګندوي، چې په نږدې راتلونکي کې به د دغه هېواد یو پلاوی هرات ولایت ته سفر وکړي.

TAPI د طبیعي ګاز یوه نللیکه ده، چې د آسیا پراختیایي بانک په ګډون د ګالکینیش – TAPI نللیکې شرکت له‌خوا پراختیا مومي.

دغه نللیکه به د ترکمنستان له ګالکینیش ګازو څخه طبیعي ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته لېږدوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

تحول: په افغانستان کې د بریټانیا د پوځي ماموریت ارزونه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

Continue Reading

تازه خبرونه

په فاریاب او سرپل کې سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

سیمه‌ییزو چارواکو ویلي؛ د سېلابونو له کبله دوه کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ور کړی او د مالي زيانونو تر څنګ د دې دوه ولايتونو د يو شمېر ولسواليو د تګ راتګ لارې هم تړل شوې دي.

دوی زياته کړې، چې پر کرنيزو ځمکو، استوګنې کورونو، د ښار او کلي تر منځ د پلونو پر نړېدو سربېره سېلابونو د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړى دى.

د يادونې ده، چې د سېلابونو له کبله زيانمنې شوې کورنۍ له دولت او مرستندويه ادارو څخه د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!