په ننګرهار کې وسلوالو یو ښوونځي سوځولی

(Last Updated On: March 05, 2018 2:33 pm)

 

د ننګرهار ولایت چارواکو په ډاګه کړې، چې تېره شپه د دې ولایت د مومند درې ولسوالۍ په مرکزي سیمه کې یو شمېر وسلوالو د ایمل خان ښوونځی سوځولی دی.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، څلور وسلوال د شپې ښوونځي ته ورغلي دوه ساتونکي یې تړلي او ښوونځی ته یې اور اچولی دی.

هغه زیاته کړې، چې په اور کې د ښوونځي کتابونه، اسناد او د ښوونځي د ودانی یوه برخه هم سوځیدلې ده.

په دې ښوونځي کې سهار هلکانو او له غرمې وروسته نجونو زدکړه کوله.

د پېښې مسوولیت هیچا په غاړه ندی اخیستی؛ خو د دې ولایت په ډېرو سیمو کې داعش او طالبان پرراخې هڅې لري.

About Ariana News

Check Also

په کابل کې ملي امنیت د ۲۶ داعشیانو له نیولو خبر کړو

(Last Updated On: September 18, 2018 5:43 pm) د ملي امنیت عمومي ریاست په ډاګه …