عاجل خبرونه

په هلمند کې د یو آلماني تروریست له نیولو خبر ورکړ شوی

(Last Updated On: March 1, 2018)

د افغانستان پوځي چارواکي خبر ورکوي، چې د ګرشک په اړوند سیمه کې یو آلماني تروریست  نیول شوی دی.

د ځانګړیو ځواکونو قوال اردو په ډاګه کړې، چې د چارشنبې په شپه د کوماندو د اووم کنډک ځواکونو د ګرشک ولسوالۍ په عمیاتو کې د دښمن درې کسان نیولي، چې یو یې عبدالودود نومی د آلمان هېواد تبعه دی، چې د څرګندونو له مخې له تېر کال راپدیخوا دغه ولایت ته راغلی دی.

دغه راز په دې عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو د دښمن وسلې، مهمات او یو شمېر تجهیزان هم تر لاسه کړي دي.

په کابل کې د آلمان سفیر تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

وسلوالو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د پاورلیفتنګ غوراوي سیالۍ په کابل کې پیل شوې

(Last Updated On: August 24, 2019)په کابل کې د شنبې پر ورځ( د وږي ۲) …