په هلمند کې چاودنو۱۱ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: February 24, 2018 2:36 pm)

د هلمند د رسنیو دفتر په ډاګه کړې، چې د شنبې پر سهار( د کب ۵) د دې ولايت لښکرګاه ښار اړوند د ملي امنيت دوه یمې حوزې مخې ته يو مازدا ډوله موتر بم بريد شوی، چې په کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پېنځه کسان وژل شوي او د ملي امنیت د یو سرتېري په ګډون څلور عام وګړي ټپیان دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ بريدګر غوښتل، چې ځان د حوزې مديريت ته دننه کړي، خو د ملي امنيت سرتېرو پرې ډزې کړي او ځان ته يې په دروازه کې چاودنه ورکړې ده.

دغه راز سهار شاوخوا شپږ بجې د نادعلي ولسوالۍ په ماتکي سيمه کې پر يوه امنيتي پوسته لومړی يو موترسایکل بم برید شوی دی.

بريدګرغوښتل بريد وکړي، چې د امنيتي ځواکونو له پېژندلو وروسته په نښه او ځان ته يې چاودنه ورکړې ده.

دغه راز ورپسې سمدستي يو بل حاموي تانګ، چې په چاوديدونکیو توکو بار و په همدې سيمه کې چاودنه کړې، چې په کې د ملی اردو دوه سرتېري وژل شوي دي.

 هلمند والي حيات الله حيات دغه دواړه ترهګريزې پېښې په کلکو ټکو کې غندلي او دا يې په مخامخ جګړه کې د دښمن د کمزورۍ ورستی حد بللی دی.

ویل کیږي، چې ټپیان مرکزي روغتون ته لیږدول شوي دي.

وسلوالو طالبانو د دغه دواړو بریدونو مسولیت پرغاړه اخیستی  او ادعا کوي چي ګڼو نظامي کسانو ته يي مرګ ژوبله اړولي ده.

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …