عاجل خبرونه

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د جلب او جذب مسوول نیول شوی

(Last Updated On: February 04, 2018 3:18 pm)

 د ننګرهار د رسنیو دفتر په ډاګه کړې، چې د دې ولایت په مرکز جلال آباد ښار او شېرزاد ولسوالۍ کې ملي امنيت مسوولينو د وسلوالو طالبانو د جلب او جذب مسوول او يو بل غړی نيولي دي.

د څرګندونو له مخې؛ له مخې د وسلوالو طالبانو د جلب او جذب مسوول مولوي رفيع الله، چې د خوږياڼو ولسوالۍ اوسيدونکی دی د جلال آباد ښار په څلورمه ناحيه کې ونيول شو.

دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي، چې د وسلوالو طالبانو يو بل غړی ملا صابر د دې ولايت په شېرزاد ولسوالۍ کې نیول شوی، چې په ياده سيمه کې يې تخريبې کړنې تر سره کولې.

نيول شویو کسانو پخپلو جرمونو اعتراف کړی او تر پوښتنو لاندې دي.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یو بل خبر له مخې؛ د اچين ولسوالۍ په مامند او وچې ژورې سيمه کې په تېرو څلیريشت ساعتونو کې نهه داعش وسلوال وژل شوي دي.

د ننګرهار د رسنیو دفتر د څرګندونو له مخې؛ دغه وسلوال مخالفين د هوايي او ځمکنيو بريدونو په ترڅ کې وژل شوي دي.

په دغو بريدونو کې د يادې ډلې يو شمېر سپکې او درندې وسلې هم ویجاړې شوې دي.

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …