عاجل خبرونه

په ننګرهار کې د طالبانو مرستیال ولسوال وژل شوی

(Last Updated On: جنوري 28, 2018)

د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د سره رود ولسوالۍ لپاره د وسلوالو طالبانو تش په نوم مرستیال ولسوال ووژل شو.

د ننګرهار ولايت د رسنیو دفتر په ډاګه کړې، چې د دغه ولایت د سره رود ولسوالۍ په باغوانۍ سيمه کې تېره شپه د ملي امنيت ځانګړیو ځواکونو د یادې ولسوالۍ لپاره د وسلوالو طالبانو تش په نوم مرستیال ولسوال قاري داود مشهور په ياسر وژلی او دوه وسلوال طالبان هر یو هلال او اول جان نومي یې د يو ميل کلاشنکوف سره ژوندي نيولي دي.

About Ariana News

Check Also

د اسلام د ستر پیغمبر میلاد په ارګ او د هېواد په نورو برخو کې ونمانځل شو

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) ولسمشر غني د میلاد النبي په مراسمو کې څرګنده …