عاجل خبرونه

په هلمند کې د بست تصدي تړل شوې

(Last Updated On: January 01, 2018 7:43 pm)

د بوست تصدۍ رییس وايي، د مالیې وزارت د څرګندونو له مخې؛ د پنبې د رانیولو لپاره ۳۰۰ میلیون افغانۍ د شيږ نويیم مالی کال په بودجه کې دې فابریکې ته ځانګړې شوې وې، چې هلمند ته ندي رارسیدلي او له همدې کبله د دغې تصدۍ فعالیت بند شوی دی.

د بست تصدۍ رییس شیرین خان ویلي دي، چې مونږ اوس د پنبې د رانیولو لپاره مالي امکانات نه لرو؛ نو، ځکه مو فعالیت بند شو. د فابریکې هر څه فعال دي؛ خو مالي امکانات نشته.

د ماليي وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیم زی بیا د ځانګړې شوې بودجې پر نه رسیدو اندېښنه څرګندوي او زیاتوي، چې دا موضوع به تعقیب شي او اوس یې په اړه معلومات نه لرم. دا په داسې حال کې ده، چې مالي کال هم پای ته رسیدلی او دغه وزارت ترې خبر نه و.

د سوداګرۍ خوني مرستیال نانجان الکوزی وايي، دولت په یوازې ځان نشي کولی دغه تصدي فعاله او خلکو ته  د کار زمینه برابره کړي.

هغه زیاتوي، په دولتي ادارو کې بیروکراسي ډېره ده.  دا، چي پیسې نه د بوست تصدۍ ته نه دي رسیدلي؛ باید د تصدیو لپاره سم پلان جوړ شي.

خصوصی سکتورله دولته غواړي؛ که افغان حکومت هڅه کوي، چې هېواد له اقتصا دي بحران څخه ووځي؛ نو باید حکومت د تصدیو د برخه لیک لپاره لازم تدابیر ونیسي او له خصوصي سکتور سره ګډه په تصدیو کې پانګونه وکړي.

خبریال: اسلم حجاب

About Ariana News

Check Also

په ايران کې پر پوځي پريډ وسلوال بريد مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: September 22, 2018 2:28 pm) د ایران په جنوب اهواز ښار کې …