په ننګرهار کې ځانمرګي برید ۷ کسه ووژل او ۱۳ نور یی ټپيان کړل

(Last Updated On: December 03, 2017 4:02 pm)

 

د شنبې په ورځ په کندهار کې د حکومت یو شمېر سیاسي مخالیفن راټول شوي وه، چې د ارګ پر مشرانو د ګڼو نیوکو ترڅنګ یې د لویې جرګې د رابللو غږ هم پورته کړ. په ننګرهار کې ځينو کسانو د دې غږ د تتولو لپاره د یکشنبې په ورځ د جلال آباد شاهي ماڼۍ ته څيرمه د ولسمشرغني په ملاتړ غونډه وکړه.

عیني شاهدان وايي: کله، چې د یادې غونډې ګډونوال له غونډې ستانه شول، شېرزي لوبغالي ته څيرمه پرې پر موتر سایکل سپور ځانمرګی برید وکړ.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، په برید کې یو ماشوم، یوه میرمن او څلور ځوانان وژل شوي او دیارلس تنه ژوبل دي، چې ټول د جلال آباد مرکزي روغتون کې تر درملنې لاندې دي. قربانیان له غونډې څخه خپلو کورنو ته ستنېدل، چې درې په کې د کونړ استوګن دي.

د عامې روغتیا مسوولین وايي، د پېښې له ځای څخه ورته اته جسدونه او پېنځلس ټپيان وروړل شوي دي.

یوه سرچینه، چې نه غواړي نوم یې واخستل شي وايي، چې په برید کې د ولایت د مقام یو سلاکار هم ټپي شوی دی.

امنیتي چارواکي په دې اړه څه نه وايي.

تر اوسه د چاودنې مسووليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ له غرمې مخکې د جلال آباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند انعکاس تلویزیون ودانۍ ته څیرمه درې پرله پسې چاودنې وشوې، چې په کې د ملي امنیت ښاري مدیر او دوه سرتېري و وژل شوی او شپږ سرتېري ټپیان دي.

خبریال: رحمت الله زیارمل

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …