عاجل خبرونه

په ننګرهار کې درې پرلپسې چاودنو مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: دسمبر 2, 2017)

 

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي د شنبې په ورځ له غرمې وړاندې د ښار د څلورمې ناحیې اړوند انعکاس تلویزیون ودانۍ ته څیرمه درې پرله پسې چاودنې وشوې، چې په کې د ملي امنیت ښاري مدیر او دوه سرتېري و وژل شول او شپږ سرتېري ټپیان شول.

د انعکاس تلویزون مشر زلمی وايي، دا ډول بریدونه یې هوډ نه شي کمزوری کولی او تر وروستۍ سلګۍ پورې به د خپلې خاورې لپاره خدمت وکړي.  

د انعکاس رادیو تلویزون د نشراتو مسوول شکرالله پاڅون ویلي، چې لومړی پر انعکاس رادیو تلویزیون توغندی توغول شوی او بیا پرلبسې درې چاودنې شوې دي.

د نوموړي پر وینا؛ د برید موخه یاد تلویزیون و؛ خو سرتېرو پروخت د بریدګرو بشپړپلان شند کړ.

هغه زیاته کړې، چې د تلویزیون ودانې زیانمنه شوې؛ خو کارکوونکیو ته د سرزیان نه دی اوښتی.  

امنیتي مسوولین هم نه ردوي، چې د برید موخه به انعکاس رادیو تلویزون نه وي؛ خو وايي، په دې اړه څېړنې روانې دي.

په ننګرهار کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیتې استازی شیرشاه همدرد  تایئدوي، چې د برید موخه انعکاس راديو تلویزون دی.

تراوسه د دې برید مسوولیت کومې وسلوالې ډلې پرغاړه نه دی اخستی.

خبریال: رحمت الله زیارمل

د چاودنې مسوولیت چانه دی منلی او موخه یې هم نه ده روښانه.

About Ariana News

Check Also

کیدی شي طالبانو او خلیلزاد د بهرنیو ځواکونو پر وتلو هوکړه کړې وي

(Last Updated On: نوومبر 17, 2018) د سولي عالي شورا وایي، کیدی شي، چې طالب …