عاجل خبرونه

په ننګرهار ولایت کې د داعش ۱۵ غړي بمبارد شوي

(Last Updated On: نوومبر 5, 2017)

 په ننګرهار ولایت کې سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د دې ولایت په اچین ولسوالۍ کې د هوایي ځواکونو پر بمبارد د داعش ۱۵ غړي وژل شوي دي.

د ننګرهار والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه بریدونه د بې پلوته الوتکې لخوا د شنبې شپې په وروستیو ساعتونو کې تر سره شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ بریدونه په مومند، چنار او څو نورو کلیو کې د داعش پر مرکزونو تر سره شوي، چې په کې  د دغې ډلې ۱۵ کسان وژل شوي دي.

د ننګرهار چارواکو دا هم منلې، چې د دغو عملیاتو په بهیر کې یو ملکي وګړی هم وژل شوی دی.

د یادونې ده، چې افغان ځواکونه له تېرو څو کلونو راپدیخوا د داعش په وړاندې هوایي بریدونه تر سره کوي او دا بهیر اوس هم روان دی.

About Ariana News

Check Also

د اسلام د ستر پیغمبر میلاد په ارګ او د هېواد په نورو برخو کې ونمانځل شو

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) ولسمشر غني د میلاد النبي په مراسمو کې څرګنده …