عاجل خبرونه

په هلمند کي امنیتي ځواکونو ته د نه همغږۍ له کبله مرګ و ژوبله اوړي-حیات

(Last Updated On: October 02, 2017 3:06 pm)

د هلمند ولایتي چارواکي وایي، چې د ګرشک ولسوالۍ د تېرې ورځی برید د امنیتی ځواکونو د ناسم راپور ورکولو له کبله را منخته شوی او په دې اړه پلټنې روانې دي.

د هلمند والی حیات الله حیات وایي د ګرشک ولسوالۍ په هوایي برید کی ۱۲ تنه امنیتي سرتېري وژل شوي او نهه تنه نور ټپیان دي.

هغه زیاتوي، دغه پېښه د افغان ځواکونو تر منځ د نه همغږۍ له امله رامنڅته شوې او په اړه یې پلټنې روانې دي.

نوموړي دا هم ویلي، که هرځوک په دې برید کې ګرم وګڼل شي؛ عدلي او قضایي ادارو ته به وروپېژندل شي.

ښاغلي حیات الله حیات څرګنده کړې، چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې  لویه ستونږه همدا ده، چې جنګي الوتکو ته پر وخت او دقیق ځای نه ښودل کیږي.

یوه میاشت وړاندي هم د ګرشک ولسوالۍ په همدې سیمه کي بهرنیو ځواکونو د وسلوالو ‌طالبانو پرځای پر پولیسو برید وکړ، چی په کي ۱۳ تنه ووژل شول؛ خو تراوسه یې په اړه څېړني ندي بشپړې شوي.

خبریال: بریالي رحیمي

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …