عاجل خبرونه

په ننګرهار کې د ظاهر قدیر د کور پر ساتونکیو د برید مخه ونیول شوه

(Last Updated On: سپتمبر 14, 2017)

په ننګرهار کې هغه کس ووژل شو، چې غوښتل یي د ولسي جرګې د غړي ظاهر قدیر پر ساتونکیو برید وکړي.

د ننګرهار والي وياند عطاالله خوږياڼى وايي، د جلال آباد ښار د لومړۍ ناحيې په اړوند سیمه کې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو د استازي عبدالظاهر قدیر کور ته نږدې يو بريدګر، چې غوښتل يې د نوموړي پر ساتونکیو لاسي بم وغورځوي؛ د هغه د  ساتونکیو له لوري وژل شوی دی.

د هغه د معلوماتو له مخې دا شخص د  عبدالظاهر قدير ساتونکیو له لوري تعقيب شوی و، چې څو ځلې د دوی له مخې تېر شوی او په وروستي ځل يې د بريد هڅه کړې وه.

About Ariana News

Check Also

ملي امنیت په کابل کې د انسان تښتوونکیو ۶ کسیزه ډله نیولې

(Last Updated On: فبروري 19, 2019) د ملي امنیت عمومي ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ …