عاجل خبرونه

په ننګرهار کې یو طالب قومندان له خپلو ساتونکیو سره وژل شوی

(Last Updated On: August 14, 2017)

د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ د وزیرو په اړوند سیمه کې د وسلوالو طالبانو یو جنګیالي د فضل سبحان په نوم خپل قومندان له پېنځه ساتوونکیو سره وژلي دي.

 د خوږیاڼو ولسوال سبحان الله وايي، وژل شوی قومندان په سیمه کې د مولوي نیک محمد نومي د یوه بل مهم طالب قومندان ورور دی.

دی وايي، یادو دواړو وروڼو د ننګرهار په پېنځه سرحدي ولسوالیو کې د جګړې رهبري کړې ده. تراوسه د دې پېښې علت معالوم نه دی؛ خو یوه اوونۍ وړاندې وژل شوي قومندان په سیمه کې یو بل طالب قومندان د خپلو پېنځه ملګرو په ګډون، له داعش سره د همکارۍ په تور وژلي وه.

About Ariana News

Avatar

Check Also

سپینې ماڼۍ د اسامه بن لادن د زوی مرګ ښکاره کړ

(Last Updated On: September 14, 2019)د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ ښکاره کړې، چې د القاعده …