عاجل خبرونه

په ننګرهار کې د داعش ۱۴غړي وژل شوي

(Last Updated On: July 18, 2017)

د ننګرهار د اچین ولسوالۍ په پېښې سیمه کې د افغان ځواکونو پر هوايي او توپچي بریدونو د داعش څوارلس غړي وژل شوي دي.

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشریقوال وايي، په وژل شویو کې بهرني وګړي شته او د وژل شویو جنګیاليو وسلې افغان هم ځواکونو تر لاسه کړي دي.

د ویلو ده، چې له تېرو څلورنیمو میاشتو راهیسې په اچین ولسوالۍ کې د داعش پرضد د حمزه عملیات روان دي او  د افغان ځواکونو ترڅنګ بهرني سرتېري پر داعش بمبارد کوي.

 تراوسه داعش په دې اړه څه نه دي ویلي.

About Ariana News

Check Also

ولسي جرګه دې د سولې له مشورتي جرګې مخکې پرانستل شي

(Last Updated On: April 16, 2019)د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو یو شمېر نوماندان وايي، …