په هېواد کې لومړنی ځمکنی ترمینل جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

(Last Updated On: August 30, 2019)

په هېواد کې د شمال او شمال ختیځو سیمو لپاره لومړنی ځمکنی معیاري ترمینل د حکومت او خصوصي سکتور لخوا جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د ترمینل مسوولینو ويلي، لسګونه میلیون افغانۍ پانګونه مو پرې کړې او د مسافرو لپاره ټول معیارونه په نظرکې نیول شوي.

پانګوال کبیر کبیر خېل  وایي: له مونږ سره د ترانسپورت وزارت ژمنه کړې وه، چې ټول شرکتو نه به راوړي، چې له ښاره ګڼه ګوڼه هم کمه شي؛ خو اوس هم په واټونو کې فعالیتونه روان دي.

د ترانسپورت وزارت مسوولین وايي، چې له ټولو موضوعاتو پوره خبر یو. ټول هغه شر کتونه، چې له قانون سرغړونه کوي؛ ورسره به قانوني چلند وکړي.

د ترانسپورات وزارت ویاند مهدي رواحاني وایي مونږ پوهیږو، چې ځینې شرکتونه اوس هم دغه ترمینل ته ندي ورګډ شوي. مونږ به هغوی ته هم ووایو، چې ولاړ شي او که نه؛ نو مونږ به يې دفترونه وروتړو.

هغه ترانسپورټي شرکتونه، چې له دې ترمینله يې هڅې پیل کړي؛ وايي، چې په دې تر مینل کې ټولې ستونزې حل شوي او خدمات هم ښه وړا ندې کوي.

د ترانسپورتي شرکت رییس قدرت الله وایي، چې اوس له دې ځایه مو په سهولیتونو کې خورا ډېر زیاتوالي راغلي او پخوا ستونزي ډېرې وي.

د هېواد د شمال او شمال شرق ځیني مسافرین وايي، چې په دې ترمینل کې خورا ډېرې آسانتیاوې مسافروته برابر شوي.

د جوزجان اوسیدونکی سلیمان قل قومندان وایي، مونږ ته د لته ټولې هغه اړتیاوې په نظر کې نیول شوي، یو مسافر ورته له سفر مخکي او وروسته اړ وي.

د سمنګان اوسیدونکی فقیرزاده وایي، په دې ترمینل کې ټول امکانات برابر شوي او له ټولو پانګوالو هیله لرو، چې ولس ته خدمت وکړي.

د ترانسپورت وزارت مسوولین وايي، د هېواد په نورو برخو کې هم هڅه کوو، چې له خصوصي سکتور سره په ګډه  ترمینلونه جوړ کړو.  

خبریال: اسلم حجاب  

About Ariana News

Avatar

Check Also

په کابل ښار کې کلکان ولسوالۍ ته نومول شوي طالب ولسوال ونیول شو

(Last Updated On: September 16, 2019)د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو د کابل ښار د اتمې …