عاجل خبرونه

په هلمند کې د ملکه ثریا ۵۰ بستریز نسايې ولادي روغتون جوړ او پرانستل شو

(Last Updated On: August 18, 2019)

د هلمند ولايت چارواکو ویلي، په هلمند کې د ملکه ثریا ۵۰ بستریز نسايې ولادي روغتون د څه باندې  ۳،۷ میلیون امریکايي دالرو پر ارزښت معیاري جوړ او پرانستل شو.

د هلمند والي محمد ياسين خان د یاد روغتون د پرانیستې پرمهال وويل: د دې روغتون له فعاليدو سره به د ولادت پرمهال د مور او ماشوم د مړیني کچه راټیټه او له روغتیايي امکاناتو کار واخیستل شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې ولایت کي دغه راز يو معیاري روغتون ته ډېره اړتيا وه، چې د مور او ماشوم د درملنې او مړينې مخنيوی وکړي.

ښاغلي والي زياته کړې، چي دا روغتون يې د هېواد د خپلواکۍ د سلمي کليزې په وياړ د شاه غازي امان الله خان د ميرمنې ملکه ثريا په نامه نومولى دى.

د هلمند د عامي روغتیا رییس عبدالاحد حازم ويلي، چې یاد ۵۰ بستریز روغتون د ٣،٧ ميليون امريکايي  دالرو پر ارزښت جوړ او ګټي اخیستني ته وسپارل شو.

د نوموړي په وینا؛ په دې روغتون به په راتلونکي کې د غوږ او ستوني څانګې هم ولري.

هغه وایي،  د دې روغتون ټول لګښت د عامې روغتيا د وزارت له بوديجې ورکړ شوى دى.

د يادونې ده، چي په دې ولايت کې د فاظمه بيات نسايي او ولادي روغتون هم د مور او ماشوم د مړينې د مخنيوي په برخه کي له تېرو اته کلونو را پديخوا کارکوي او مسوولين وايي، چي دا به هم د فاطمه بيات روغتون په شان په يادو برخو کي فعاليت تر سره کوي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

کابل او لس نور ولایتونه به تر ناڅرګند وخته بې برښنا وي

(Last Updated On: September 16, 2019)د افغانستان برښنا شرکت وایي، له تېرې یوې اوونۍ راپدیخوا …