په هلمند ولایت کې د طالبانو له بنده ۱۱ کسان خوشې شوي

(Last Updated On: May 28, 2017)

د افغانستان د کورنیو چارو وزات په ډاګه کړې، چې افغان ځواکونو په هلمند ولایت کې  د طالبانو له بنده یوولس کسان راخوشي کړي، چې شپږ په کې افغان سرتېري او پېنځه یې ولسي وګړي دي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه زندان کې ساتل شوي وه.

خبرپاڼه زیاتوي، د افغان ځانګړیو ځواکونو د دغو عملیاتو په پایله کې طالبانو سیمې پریښې او یاد بندیان وژغورل شول.

افغان امنیتي چارواکي ویلي، چې په دغو عملیاتو کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی رسیدلی.

طالبانو تر اوسه د په دې اړه څه نه دي ویلي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د بشپړ ډاډ له رامنځته کیدو پرته به امریکایي ځواکونه ونه وځي-جان بس

(Last Updated On: August 24, 2019)د امریکا سفیر بلخ ته په خپل سفر کې ویلي؛ …