عاجل خبرونه

په ننګرهار کې د مولوي ریحان قبر ته نږدې دوه چاودنې شوي

(Last Updated On: May 27, 2019)

نن له غرمې مخکې د بهسود ولسوالۍ اړوند د بلندغر په اړوند سیمه کی د مولوي سمیع الله ریحان قبر ته نږدې دوه پرله پسې چاودنې رامنځته شوي دي.

د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی چاودنې تائیدوي؛ خو د تلفاتوپه اړه څه نه وایي.

تراوسه د دی پېښې مسوولیت هم چا پرغاړه ندی اخستی.

مولوي ریحان د جمعې پر ورځ( د غبرګولي ۳)  د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د پکتیاکوټ په التقوا جومات کې د چاودیدونکیو توکو پر چاودنه له یو بل لمونځ کوونکي سره خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ او ۲۰ نور لمونځ کوونکي ټپیان شول.

خبریال: محمود نعیمي

About Ariana News

Avatar

Check Also

سبا ته د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنۍ پایلې په اړه وروستۍ پرېکړه اعلامويږي- ټاکنو کمیسیون

(Last Updated On: October 18, 2019)ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي؛ ټاکل شوې، چې په راتلونکیو څلیریشت …