عاجل خبرونه

په هېواد کې تولیدي چارې له ننګونو سره مخ دي-صنعتکاران

(Last Updated On: May 6, 2019)

د هېواد یو شمېر صنعتکاران وايي؛ په هېواد کې مو د تولیدي هڅو پر وړاندې ورځ تربلي ننګونې ډېریږي.

صنعتکارانو د دوشنبې پر ورځ( د غویی ۱۶) په دې اړه خپلې ستونزې ځینو مدني بنسټونو او رسنیو ته وړاندې کړي.

دوۍ  وايي، چې ولسمشر تل په خپلو خبرو او بحثونو کې د کورني تولید او صنعت د پراختیا پر هڅو ټینګار کوي؛ خو په سکتوري وزارتونو کې داسې کسان شته، چې د صنعت او تولید پر وړاندي ستونزي رامنځته کوي.

د صنایعو او پانګونې شوراغړی عبد الرشید ناصري وایي، چې تو لید مو له ګڼو ننګونو سره مخ دی؛ حکومت باید په بیړه د دغې ستونزې د حل لپاره هڅې وکړي.

د صنایعو او پانګونې شوراغړی بشیر احمد مژده د کرنې او مالدارۍ وزارت ته ګوته نیسي او وایي، چې مونږ د چرګانو په سکتور کې لس ګونه میلیون دالر پانګونه کړې؛ خو د کرني او مالدارۍ وزارت مو حتا د ستونزو اوریدو لپاره چمتو ندی.

دوي ټینګار کړی، چې  که ولسمشر مو د ستونزو د حل لپاره پام راونګرزوي؛ نو اړ یو، چې له هېواده خپله پانګه وباسو.

خبریال: اسلم حجاب

About Ariana News

Avatar

Check Also

سپینې ماڼۍ د اسامه بن لادن د زوی مرګ ښکاره کړ

(Last Updated On: September 14, 2019)د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ ښکاره کړې، چې د القاعده …