په هلمند کې طالب والي ملا رحیم له خپلو ۴ ملګرو سره ووژل شو

(Last Updated On: December 2, 2018)

د هلمند لپاره د طالبانو نومول شوی والي ملا عبدالرحيم مشهور په ملا عبدالمنان له خيلو ملګرو سره ووژل شو.

د هلمند ولایت د رسنیو دفتر په ډاګه کړې، چې تېره شپه د هلمند لپاره د طالبانو نومول شوی والي ملا عبدالرحيم مشهور په ملا عبدالمنان د دغه ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې له خپلو څلور ملګرو سره، چي دوه يي وياندويان(هر يو حافظ راشد او ملا جاويد) او دوه نور یې ساتوونکي ول؛ په يوه هوايي بريد کې وژل شوي دي.

نوموړی د دې ترڅنګ په هلمند کې د طالب وسلوالو نظامي مسوول هم و.

طالبانو د ملا عبدالرحیم مشهور په ملا عبدالمنان اخند وژل کیدل  ومنل.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د آریانا نیوز په ستره مناظره کې د داکترغني او داکتر عبدالله مخامخ کیدل

(Last Updated On: September 16, 2019) ټاکل شوې، چې د آریانا نیوز په کوربتوب نن شپه( …