عاجل خبرونه

په ټول هېواد کې د ولسي جرګې دوه ورځنۍ ټاکنې تر سره شوې

(Last Updated On: اکتوبر 21, 2018)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس د ولسي جرګې د ټاکنو پای اعلان کړ او په دې ملي بهیر کې یې د  ټولو هېوادوالو له ګډون مننه وکړه.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس عبدالبدیع صیاد وویل؛ څلور میلیون کسانو د ولسي جرګې په ټاکنو کې رایې وکارولې، چې ۳۳ په سلو کې یې  ښځې او پاتې نور یې نرینه دي.

 د ښاغلي صیاد د څرګندونو له مخې؛ د ټاکنو دغه بهیر په ۳۲ ولایتونو کې تر سره شوی او د کندهار ولایت ټاکنې، چې د کندهار د وروستۍ خونړۍ پېښې له کبله یوه اوونۍ وځنډول شوې د شنبې پر ورځ د لړم پر ۵ تر سره شي.

دغه راز ښاغلي صیاد په ډاګه کړه، چې له ټولو خلکو، ناظرینو او مدني بنسټونو هیله ده، چې د ټاکنو له رسمي پایلو مخکې وړاندوینې ونکړي، چې عامه اذهان پرې مغشوش نشي.

نوموړي دغه راز له یو شمېر رسنیو هم غوښتنه وکړه، چې د یو شمېر کلمو له کارولو او له یو لړ بحثونو دې هم ډډه وکړي، چې د خلکو ذهنونه مغشوش وي.

 ولسمشر اشرف غني هم د افغانستان له خلکو مننه وکړه، چې نه یوازې یې د خپلو رایو په کارولو نړۍ ته خپله اراده ثابته کړه، بلکې طالبانو ته یې هم وښوده، چې دا ولسونه هیڅوک هم په زور نشي مهارولی. 

  ښاغلي صیاد د دوشنبې پر ورځ( د تلې ۳۰) له غرمې وروسته دوه بجې د یوه رسنیز کانفرانس له وړاندې کولو هم خبر ورکړ، چې په کې به د مرکز په ګډون د ولایتونو د رای پایلو او رایو په اړه بشپړ معلومات څرګند شي.

About Ariana News

Check Also

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د کابل د رایو د بیا شمېرنې بهیر ودراوه

(Last Updated On: دسمبر 11, 2018) د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کميسیون وایي، تر هغې، چې …