په منځني توګه هره میاشت زر افغان سرتېري ژوند له لاسه ورکوي

(Last Updated On: سپتمبر 24, 2018)

 د افغانستان په روانه جګړه کې په منځني توګه هره میاشت زر افغان سرتېري ژوند له لاسه ورکوي.

دوه اوونۍ مخکې ولسمشر اشرف غني هم منلې وه، چې د حکومت د تېروتنو له کبله د افغان سرتېرو تلفات لوړ شوي دي.

ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي تېره ورځ د ولسي جرګې عمومي ناستې ته منلې، چې په تېره یوه میاشت کې د پوځ پېنځه سوه سرتېري وژل شوي.

کورنیو چارو وزیر هم ویلي، چې هره ورځ په منځني توګه دېرش افغان سرتېري په جګړو کې وژل کیږي.

دغو شمېرو ته په کتو ښکاري، چې هره میاشت شاوخوا زر افغان سرتېري ژوند له لاسه ورکوي.

دا، چې ولسمشر، کورنیو چارو او دفاع وزیران دغه غونی ځیږوونکي ځاني زیانونه مني؛ نو پوښتنه دا راپورته کیږي، چې ولې یې مخنیوي ته پاملرنه نه کیږي؟

پخوانی پوځي محمد اګل مجاهد وايي؛ د ولسمشر غني او امنیتي چارواکو دغه اعتراف د کمزوري مدیریت زیږنده دی او نړیوال همکاران هم امنیتي ځواکونو ته د ډاډ وړ امکانات نه ورکوي.

د راپورونو له مخې؛ په دوه زره شپاړسم کال کې هره ورځ شاوخوا دوه ویشت افغان سرتېري په جګړو کې وژل کیدل؛ خو اوس دغه شمېر دېرش سرتېرو ته لوړ شوی دی.

له دې ټولو سره سره د پوځ مسوولین وايي، چې په جلب او جذب کې کمی نه دی راغلی.

د ملي دفاع وزارت ویاند غفور جاوید ویلي، چې اردو ته د جذب چارې ښې پر مخ روانې دي او په جګړه کې د سرتېرو د کمي مخه نیول شوې ده.

هغه زیاته کړې، چې زمونږ جلب او جذب له سل سلنې هم ډېر دی او امنیتي ځواکونه هم په لوړه روحیه د دښمن پر ضد جنګیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې جګړه او تاوتریخوالی د هرې ورځې پر تېریدو زور اخلي؛ خو دا، چې افغان چارواکي د تلفاتو او ژوبلې د کچې د ټيټولو لپاره څه پلان لري، تر اوسه معلومه نده.  

About Ariana News

Check Also

د افغانستان د ستندرد ملي ادارې فعالیتونه د منلو وړ ندي- سروردانش

(Last Updated On: اکتوبر 23, 2018) د ولسمشر دوه یم مرستیال څرګنده کړې، چې د …