په ۲۰۹ شاهین قول اردو کې یو سرتېری پر مرګ محکوم شو

(Last Updated On: سپتمبر 8, 2018)

په ۲۰۹ شاهین قول اردو کې یو سرتېری د پوځي محکمې له خوا پر مرګ محکوم شو.

پر مرګ محکوم محمد ابرار نومی هغه سرتېری دی، چې د سرپل د سوزمه قلعه ولسوالې د ګورکاب په پوسته کې یې دنده درلوده او دوه کاله مخکې له طالبانو سره یوځای او خپل نهه همکاران یی له وسلو او مهماتو سره طالبانو ته تسلیم کړل.

دا سرتېری د نورستان په کامدیش ولسوالې کې له خپل کور څخه نیول شوی او په ۲۰۹ شاهین قول اردو کې محاکمه شو.

قاضي سکندر بیک سلطاني وایي، چې د شاهین قول اردو لومړنۍ محکمې دا سرتېری له دندې د تېښتې پر جرم لس کاله پر بند او مخالفینو ته د وسلې او مهماتو د سپارلو او وطن سره د خیانت پر جرم پر اعدام محکوم کړ.

د محکمې قاضي زیاتوي، دا حکم وروستی ندی او محکوم شوی سرتېری د دفاع او شکایت حق لري.

About Ariana News

Check Also

په ننګرهار کې ۲۴ داعش جنګیالي ملي امنیت ته تسلیم شوي

(Last Updated On: نوومبر 18, 2018) په ننګرهار کې د ۹ بهرنیانو په ګډون څلیریشت …