په ننګرهار کې د داعش جنګیالي تسلیم شوي

(Last Updated On: September 02, 2018 7:48 pm)

د ننګرهار ولایت مسوولین وايي؛ وروستۍ څرګندونې ښيي، چې د داعش په لیکو کې د ایران، ترکیې، ازبکستان، چیچنیا او پاکستان اتباع شته.

صدیق الله او سجاد نومي، چې د کوزې پښتونخوا اورکزي دي؛ له درې کالونو راپدیخوا د داعش د جنګیالیو په توګه د افغان حکومت پر ضد جنګیدل. دواړه میرمنې او لادونه لري او د یکشنبې پر ورځ حکومت ته تسلیم شوي دي.

د داعش تسلیم شوی جنګیالی صدیق الله وایي، د داعش جنګیالیو ته د دیورند له کرښې اخوا پوځي زدکړې ورکول کیږي؛ وسله او نور امکانات هم په پاکستان کې تر لاسه کوي.

نوموړي دا هم ویلي، چې په تېرو درې کلونو کې یې د مشرانو په امر ګڼ خلک په بېلابيلو بڼو وژلي دي؛ ځکه، چې د داعش جنګیالیو ته ټول افغانان کافر معرفي شوي؛ خو داسې نه ده.

سجاد او صدیق الله له خپلو میرمنو او درې بچیو سره ملي امنیت ته تسلیم شوي اوخپله وسله یې سرتېرو ته سپارلې ده.

دواړو یوځای شويو جنګیاليو څرګنده کړې، چې د داعش د عامه وژنې مفکورې تسلیمدو ته اړ کړل.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی  وايي، وروستۍ موندنې ښيي، چې د داعش په لیکو کې ګڼ بهرني اتباع افغان ضد جګړې او هڅې تر سره کوي.

په ننګرهار کې چارواکو ويلي،  چې د عملیاتو له ډېرولو سره یې د داعش پر جنګیالیو کړۍ راتنګه شوې؛ ځکه، خو ډلې ډلې تسلیمیږي، چې څه موده وړاندې په فاریاب ولایت کې هم یوه ۲۰۰ کسیزه ډله حکومت ته تسلیمه شوې وه.

د یادونې ده، چې داعش د خپل مشر د وژنې په غبرګون کې د تازه بریدونو ګواښ کړی دی.

خبریال: رحمت الله زیارمل

About Ariana News

Check Also

په غزني کې ۶ سرتېري د طالبانو له بنده وژغورل شول

(Last Updated On: September 24, 2018 1:12 pm) دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې تېره …