عاجل خبرونه

په ننګرهار کې لاریونوالو د مور بم کارول او د پدرام د یورند کرښې منل دواړه وغندل

(Last Updated On: April 16, 2017)

vlcsnap-2017-04-15-16h07m35s200

د شنبې په ورځ په ننګرهار کې سلګونه کسانو د یوه لاریون په ترڅ کې پر اچین ولسوالۍ د امریکا د مور بم  کارول او  د دیورند کرښې په تړاو د لطیف پدرام د څرګندونو غندنه کړې.

د ننګرهار یو شمېر مدني فعالان او استوګن د دیورند کرښې په تړاو او د ولسي جرګې د غړي لطیف پدرام د څرګندونو او په اچین ولسوالۍ کې د امریکا تر ټولو ستر بم غورزولو په غصه کړي دي.

دوی د لطیف پدرام څرګندونې وغندلې او دیورند کرښه یې د افغان ولس پر تن په جبر تېره شوې فرضي کرښه یاده کړه.

لاریونکوونکیو په اچین ولسوالۍ کې د داعش پرضد د حمزه په نوم د پیل شویو عملیاتو ستاینه وکړه؛ خو د امریکا له خوا د مامند په اسدخېلو سیمه کې د ترټولو ستر بم غورزول یې وغندل.

دوی وویل دا بم، به په سیمه کې ځايي خلکو ته ګڼې ناروغۍ پيدا کړي او د سالم ژوند امکان به هم کم کړي.

دوی، دا بم غورزول د امریکا د درندو وسلو ازمایښت وباله.

د اچین د مامند استوګن ملک کاکا   که څه هم د دې بم غږ سخت وېرولی؛ خو پرداعش له کارونې خوښ دي.

هغه وايي، داعش دلته ډېر ظلمونه کړي؛ خو له حکومت غواړي، چې د مور بم د زیانونو مخنیوی وکړي.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، امریکا خپل مور بم  له حکومت سره په تفاهم کې کارولی. نوموړی زیاتوي، د بم د زیانونو په اړه به هر اړخیزې څېړنې وشي او په اوږد مهال کې به د زیانونو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات ترسره شي.

د ننګرهارد مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ د غورزول شوي مور بم  په سیمه کې اوس هم عملیات روان دي.

لاریون کوونکي د بم د ورستیو زیانونو په اړه اندېښنه لري او له افغان ولسمشر غواړي، چې افغان خاوره له ازموینو وژغوري.

د یادونې وړ ده، چې په دې بمي برید کې د داعش د وژل شویو کسانو شمېر ۹۴ ته پورته شوی او اوس هم په اړوند سیمه کې علملیات روان دي.

خبریال: رحمت الله زیارمل

About Ariana News

Avatar

Check Also

سپینې ماڼۍ د اسامه بن لادن د زوی مرګ ښکاره کړ

(Last Updated On: September 14, 2019)د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ ښکاره کړې، چې د القاعده …