په ننګرهار کې د کونړ قاچاقي چارتراش ونیول شول

(Last Updated On: August 14, 2018 5:03 pm)

چارواکو ویلي، چې په ننګرهار کې د دوه نیم سوه میلیون افغانیو پر ارزښت د کونړ د طبیعي ځنګلونو هغه چارتراش نیول شوي، چې قاچاقبرو غوښتل د ښیوې له لارې یې جلال آباد ښارته د ننه کړي.

د کونړ له ځنګلونو د وهل شويو نښترو او لمنځو زرګونه جوړې چاتراش د سې شنبې پر ورځ( د زمري ۲۳) له غرمې مخکې د ننګرهار ولایت د ښیوې ولسوالۍ د بوډیالۍ په اړوند سیمه کې ونیول شول.

ځايي استوګن عصمت الله آریانا نیوز ته ویلي، چې د کونړ ځنګلونه اوس هم په خلاص لاس وهل کېږي، چې د چارتراشو د قاچاق ګټه یې وسلوال طالبان، داعش، زورواکي، ځينې قومي مشران او د حکومت یو شمېر مسوولین  په خپلو کې وېشي.

قومي مشران هم وايي، د کونړ د چارتراشو د قاچاق اډې د ښیوې ولسوالۍ په یو کیلو مترۍ کې موجودې دي او له تېرو درې کلونو راهیسې پر دې لارو دا قاچاق روان دی.

اوس پوښتنه داده، چې ولسوال، د ولسوالۍ امنیه قومندان او نورو مسوولینو یې ولې مخه نه نېوله؟!

د سیمه ییزو پولیسو سرتېری لال پاچا همدا پوښتنه داسې ځوابوي: د دې چارتراشو او قاچاقو د نیونې په عملیاتو کې والي او امنیه قومندان خپله ګډون کړی و.

د ننګرهار والي حیات الله حیات په سیمه کې رسنیو ته وویل، چې تېرو والیانو د دې قاچاق د مخنیوي جرآت نه لرلو؛ ځکه یې سیمه ییزو مسوولینو په کې برخه اخسیته.

د ننګرهار امنیه قومندان غلام سنايي ستانکزی وايي، په ننګرهار کې د ناامنیو یو لوی لامل دغلته د قیمتي ډبرو، لرګیو او نشه یي توکو قاچاق دی.

هغه زیاتوي، د دې قاچاق د مخینوي لپاره یې مټې بډوهلي او هرڅوک، چې په کې ښکېل وي؛ ملا به یې ورماته کړي.

مسوولین وايي؛ هڅه کیده، چې د کونړ چارتراش د ننګرهار له ښیوې ولسوالۍ تېر او د بهسودو پر پله جلال آباد  ته د ننه شي؛ خو له هغې وروسته، چې د ښار امنیت ملي اردو او ځانګړې قطعې ته وسپارل شو؛ قاچاقبرو ونشو کړای، چې لرګي ښار ته د ننه کړي.

د دې قاچاق په اړه د ننګرهار د مخکنیو والیانو، ګلاب منګل او سلیم خان کندوزي په وخت کې هم ډېرشکایتونه شوي وه؛ خو د مخنیوي لپاره یې هیڅ راز اقدام نه و شوی.

خبریال: رحمت الله زیارمل

About Ariana News

Check Also

په ايران کې پر پوځي پريډ وسلوال بريد مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: September 22, 2018 2:28 pm) د ایران په جنوب اهواز ښار کې …