Connect with us

تازه خبرونه

په ننګرهار کې ډله‌ییز برید د درې بریدګرو په وژل کیدو پای ته رسیدلی

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې سې شنبه غرمه مهال پاو کم دولس بجې د درېیمې حوزې په اړوند سیمه کې له غبرګو چاودنو وروسته د کډوالو چارو پر ریاست ډله‌ییز برید پیل شوی دی.

د ننګرهار والي ویاند عطاءالله خوږياڼی وايي؛ پېښه د درې بریدګرو له لورې ترسره شوې، چې لومړني یې موتر بم ځانمرګی برید کړی او دوه نور یې له پینګار وروسته د ځواکونو له لورې ووژل شول.

نوموړي په دې پېښه کې د ۸ کسانو له وژل کیدو او د ۱۴ له ټپي کیدو خبر ورکړی دی.

د هغه د څرګندونو له مخې؛ تر اوسه د پېښې له ځایه د کډوالو ریاست یو ساتوونکی او ۷ د ملکیانو په لباس کې شهیدان حوزوي روغتون ته لیږدول شوي دي، په کې د ریلست د کارکوونکیو په ګډون نړیوال مرستندیان هم شته او ۱۴ سطحي ټپيان فاطمة الزهرا روغتون ته لیږدول شوي، چې تر لومړنۍ درملنې وروسته یې لس تنه کورونه ته لیږل شوي.

برید په داسې وخت کې پیل شوی، چې په دې ریاست کې د مسوولینو له لوري له همکارو موسسو سره یوه غونډه روانه وه.

خوږياڼي دا هم ویلي، چې د ریاست کارکوونکي خوندي ځای ته لېږدول شوي؛ خو اوس هم جګړه روانه ده.

ویل کیږي، چې د پېښې سیمه د امنیتي ځواکونو تر پلټنې لاندې ده.

دغه راز په ننګرهار کې تېره شپه هم د روداتو ولسوالۍ د اربکیانو عمومي قومندان او د پارلماني ټاکنو نوماند حیات الله حیات په یوه موتر بم برید کې وژل شوی دی.

طالبانو په خپل لنډ پیغام کې ویلي، چې پر دغه ریاست برید په دوی ندی کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې اوړمه ورځ هم وسلوالو بریدګرو د همدې حوزې د قابله ګۍ پر روزنیز مرکز برید کړی و، چې په کې ۱۱ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

تازه خبرونه

د داعش خراسانی مشر د پاکستان په بلوچستان کې دی – رویټرز

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د داعش د خراسان څانګې مشر د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ژوند کوي.

د دغه خبري آژانس د راپور له مخې: ۲۹ کلن ثناالله غفاري، چې شهاب المهاجر هم یاد شوی؛ دا ډله یې د داعش پر تر ټولو وېرونکې څانګې بدله کړې ده.

رویټرز دا هم څرګنده کړې، چې ثناالله غفاري په ۲۰۲۰ ز. کال کې د داعش خراسان څانګې مشري پر غاړه واخیسته او د ده د مشرۍ پر مهال دغې ډلې سخت بریدونه وکړل او یو شمېر کسان یې ځان ته جلب هم کړل.

رویټرز زیاته کړې، چې د غفاري په اړه د ۲۰۲۱ کال د کابل پر هوايي ډګر د داعش له وژونکي برید مخکې، چې ۱۷۰ افغان ملکي وګړي او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول؛ ډېر لږ معلومات خپاره شوي وه.

د داعش د خراسان څانګې بحث وروسته له هغې ګرم شو، چې د تېرې جمعې ورځ مسکو ته نږدې د کنسرت په یوه تالار کې خونړۍ ډزې وشوې او لږ تر لږه ۱۳۹ کسان په کې ووژل شول.

له دې مخکې پاکستانيو چارواکو اعلان کړی و، چې غفاري د تېر کال په جون میاشت کې د افغانستان په کونړ ولایت کې وژل شوی؛ خو اوس رویټرز خبر ورکوي، چې نوموړی پاکستان ته تښتېدلی او د بلوچستان په ایالت کې اوسېږي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، داعش له څه باندې دوه کلونو راپدیخوا په افغانستان کې ځپل شوی او خپلې عملیاتي وړتیاوې یې له لاسه ورکړي او ګواښ پېښولی نشي.

ویل کیږي، چې داعش په افغانستان کې وروستی برید د کندهار ولایت د کابل بانک پر دفتر وکړ، چې ۳ کسان یې ووژل او ۱۲ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د رښتر پر کچه ۵ اعشاریه ۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د هند د زلزلې ملي مرکز څرګنده کړې، چې نن (پنجشنبه د وري نهمه) له غرمې وروسته د رښتر پر کچه ۵.۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه.

دا زلزله د ځمکې په ۷۰ کیلومټره ژوروالي کې رامنځته شوې او مرکز یې د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ شمال ختیځه غرنۍ سیمه ده.

دغه زلزله پر افغانستان سربېره په تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان کې هم احساس شوې ده.

تر اوسه د دې پېښې د ځاني او مالي زیان په اړه څه ندي ویل شوي.

تېر اکټوبر په هرات ولايت کې د رښتر پر کچه شپږ اعشاريه څلور درجې زلزلې له دوه زره زيات کسان مړه او ډېر کلي ویجاړ کړل.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بیات بنیاد د روژې مرسته د بلخ ولایت اړمنو ته ورسېده

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې د بلخ ولایت لسګونه اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل.

د بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې دا ځل د بلخ ولایت لسګونه اړمنې کورنۍ تر پوښښ لاندې راغلې. په بلخ ولایت کې د بیات بنیاد استازی یافث ثاقب وایي؛ په دې مرسته کې اوړه، غوړي او وريجې شته، چې پر اړمنو کسانو وېشل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بیات بنیاد د روژې د مرستو لړۍ روانه ده.

هغو کورنیو، چې دغه مرستې ترلاسه کړې د دې بنسټ له مرستو خوښ دي او له نورو مرستندویه بنسټونو هم غواړي، چې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.

بیات بنیاد یو له هغو خیریه بنسټونو څخه دی، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې پر اړمنو کورنیو د مرستو د وېش ترڅنګ یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې رغنیزې پروژې هم پلې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!