په ننګرهار کې د جاوید زمان پلویانو د احتجاج خیمه ټوله کړه

(Last Updated On: اګست 18, 2018)

د ننګرهار ولایت په پلازمېنه جلال آباد ښار کې د ولایتي شورا د پخواني غړي جاوید زمان سلګونه پلویانو د آزادۍ او اختر په درناوي د لنډ مهال لپاره د احتجاج خیمه ټوله کړه؛ خو خبرداری یې ورکړی، چې که په ټاکنېز نوملړ کې رانشي، له اختر وروسته به خپل احتجاج بیا پیل کړي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د هغې پرېکړې پر ضد، چې جاویدزمان یې له نوملړ ایستلی؛ د پلویانو احتجاج یې څلور ورځې روان وساتل شو.

احتجاج کوونکیو د کمیسیون مخې ته خیمې وهلې او د ټاکنو خپلواک کمیسیون  دروازه یې تړلې وه.

د ښیوې ولسوالۍ قومي مشر زرورجان د یوه پرېکړه لیک د لوستلو ترڅنګ په ډاګه کړه، چې د خپلواکۍ د ۹۹ کلیزې او لوی اختر په درناوي د لنډ مهال لپاره خپلې خیمې ټولوي؛ خو که غوښتنه  یې ونه منل شي، له اختر وروسته به بیا خپل احتجاج پيلوي.

اعتراض کوونکی نقیب الله وايي، جاوید زمان د نامشروع غوښتنو د منلو په پایله کې له ټاکنیز نوملړه ایستل شوی دی.

حذف شوی نوماند جاویدزمان غمشریک له خپلو پلویانو وغوښتل، چې د آزادۍ او اختر په درناوي احتجاج پای ته ورسوي.

نوموړي د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون مسوولین تورن کړل، چې د ځینو کړیو او اشخاصو په غوښتنه یې له نوملړه ایستلی دی.

جاوید زمان دوه دورې د ننګرهار ولایتي شورا غړی و؛ ولسي جرګې ته د نوماندۍ لپاره یې له ولایتي شورا استعفا وکړه.

 پلویان یې وايي، یا دې جاوید د لګول شوي تور له کبله زنداني شي او یادې د ولسي جرګې په نوملړ کې شامل شي.

د یادونې ده، چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ټېره اوونۍ د ولسي جرګې د نوماندانو وروستی نوملړ اعلان کړ، چې په کې ۳۵ نوماندان له نوملړه حذف شوي او له همهغې ورځې راهیسې په مرکز او ولایتونو کې دغو نوماندانو د خپلو ملاتړیو په مرسته د ټاکنو خپلواک کمیسیون دروازې وتړلې؛ خو کمیسیون دغه نوملړ وروستی بولي او وایي، چې هیڅوک په کې د لاسوهنې حق نلري.    

خبریال: رحمت الله زیارمل

About Ariana News

Check Also

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ نیویارک ته رسیدلی

(Last Updated On: سپتمبر 24, 2018) ترمپ به د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې …