تازه خبرونه
په ننګرهار پوهنتون کې له داعش سره د اړیکو په تور ۹ کسان نیول شوي
چارواکو په ډاګه کړې، چې ملي امنیت په ننګرهار پوهنتون کې نهه کسان له داعش سره د اړیکو په تور نیولي دي.
چارواکي وايي، د شنبې پر شپه د داعش یو شمېر پلویان په ننګرهار پوهنتون کې د همدغو شعارونو او د داعش د بیرغونو د ځوړندلو په حال کې ول، چې لاس په لاس ونیول شول.
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي؛ نیول شوي ټول نهه کسان ول، چې پېنځه یې له پلټنو وروسته بېرته خوشې شوي او پاتې څلورو یې خپل جرم منلی دی.
د ننګرهار پوهنتون رييس ببرک میاخېل وايي، د شنبې پر شپه په پوهنتون کې له اعش سره د اړیکو پر تور پېنځلس کسان نیول شوي وه، چې نهه کسه یې له پلټنو وروسته بېرته خوشې شوي.
د ننګرهار پوهنتون د ماسترۍ محصل محمد یاسرشریفي وایي، ځینې کړۍ په لوی لاس د ننګرهار پوهنتون د بدنامولو هڅه کوي. دلته اکادمیک چاپېریال دی.
د څلور نوي کال د اوومې میاشتې پر اولسمه نېټه د ننګرهار پوهنتون محصلینو په یو لاریون کې د افغانستان ملي بیرغ څېرې کړ او پرځای یې د داعش، وسلوالو طالبانو او حزب اسلامي بیرغونه پورته کړل. هغه وخت په دې اړه د رسنیو تر بحثونو وروسته ۳۱ محصیلن ونیول شوه.
تېر دوه کالونه دغلته حالت بیخي ښه و؛ خو په دې وروستیو کې دغلته یو ځل بیا واړه حرکتونه لیدل کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د داعش جنګیالیو د روانې میاشتې پر پېنځلسمه نېټه کواښ کړی و په جلال آباد ښار کې د نجونو پر ښوونځيو د بریدونو ګواښ وکړ او حکومت هم د نجونو ښوونځي رخصت کړل. له یادې نېټې یوه ورځ وروسته داعش د خپل شتون د ثابتولو لپاره د ښار پر ځينو دیوالونو د خلافت زندباد شعارونه ولیکل.
خبریال: رحمت الله زیارمل
تازه خبرونه
افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.
امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره په کتنه کې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.
امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.
هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.
تازه خبرونه
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.
راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل
د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.
میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.
هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.
له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.
-
نړۍ2 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه2 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه12 hours ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
لوبی1 day ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
تازه خبرونه3 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري
-
نړۍ10 hours ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
سوداگري1 day ago
د اوسپنې پټلۍ له لارې ترکیې ته د افغانستان صادرات پیل شول