عاجل خبرونه

په ننګرهار کې افغان او بهرنیو هوایي ځواکونو مرګ و ژوبله رامنځته کړې

(Last Updated On: جون 2, 2018)

افغان او بهرنیو ځواکونو د ننګرهار د هسکې مېنې پر اړوند سیمې بمبارد کړی، چې په کې یوولس کسان وژل شوي او شپږ ټپيان دي.

ځايي خلک وايي، له تېرو درې ورځو راپدیخوا افغان او بهرني ځواکونه د داعش د ځپلو لپاره د هسکې مېنې  په بېلابېلو سیمو کې ملکي خلک بمبارد کړي، چې په کې یوولس کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شته.

د جمعې  پر ورځ( د غبرګولي ۱۱) افغان ځانګړیو ځواکونو د شابیو د سیمې له اوسیدونکیو غوښتنه کړې، چې خپل کورونه پرېږدي او د بنګ زار سیمې ته لاړ شي؛ ځکه، چې په شابیو کې عملیات او بمبارد کېږي.  

د هسکې مېنې استوګن نظرګل وایي: مونږ یې د بنګ زار د سیمې شېر مست کلي ته راولیږدولو؛ لومړی یې د دغو خلکو غواګانې او بیا یې له خلکو ډک کلی بمبارد کړ.

د هسکې مینې استوګن ټپي ماشوم هدایت الله وایي، چې له ما سره یو بل ماشوم هم و، چې جیت الوتکه راغله؛ هغه کورته منډه کړه او زه ټپي شوم.    

د هسکې مېنې استوګن یو بل ماشوم توحیدالله وایي، چې الوتکو یو کورونه بمبارد کړل، چې ورته ډېرې کډې راغلې وې او ټول تر خاورو لاندې شول.

محمد عارف  سیمه ییز پولیس وايي؛ کله، چې بنګ زار سیمې ته خلک راولیږدیدل؛ جیت الوتکو د دغه کلي دوه هغه کورونه بمبارد کړل، چې ډېر خلک په کې راټول ول.

د والي ویاند تائيدوي، چې په بمبارد کې ملکي خلکو ته مرګ و ژوبله اوښتې؛ خو وايي، د بریدونو موخه داعش و.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي: د تېرو څلیریشت ساعتونو په عملیاتو کې ۱۷ داعشیان وژل شوي، په خواشینۍ، چې پر یوه کور هم هوایي برید تر سره شوی، چې په کې یو کس وژل شوی او د یوې کورنۍ یوه میرمن او څلور ماشومان ټپیان دي.

 درې اوونۍ وړاندې هم دغلته الوتکو د ملکي وګړیو پر دوه موترو بمبارد کړی و، چې په کې شل کسان وژل شوي او ژوبل ول.

په یاده ولسوالۍ کې د داعش ضد عملیاتو له پيله تراوسه ملکي خلکو ته دروند زیان اوښتی دی او دغه راز تېره اوونۍ هم په چپرهار ولسوالۍ کې د یوې کورنې نهه کسان په ورته هوایي برید کې وژل شوي وه.

خبریال: رحمت الله زیارمل

About Ariana News

Check Also

د کابل پوهنتون د لیلیې زدکوونکیو نښته کړې

(Last Updated On: نوومبر 15, 2018) د کابل پوهنتون دلیلې د محصلینو ترمنځ د پنجشنې …