تازه خبرونه
له ۱۶۰۰ کسانو ډېرو د نوماندۍ فورمې تر لاسه کړي- د ټاکنو کمیسیون
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، چې یوازې په کابل کې له زر کسانو ډېرو ولسي جرګې او شپږ سوه پنځوس کسانو د ولسوالیو شوراګانو ته د نوماندانو په توګه نوملیکنه کړې ده.
دا ځل د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې د نوماندانو په توګه له بېلا بېلو اقشارو څخه کسان چمتو شوي دي. سیاستوال، ورزشکاران، علما، خلریالان او معلولین د احتمالي نوماندانو په کتار کې ولاړ دي.
احتمالي نوماندان تر اوسه د کمیسیون له چارو خوښ بريښي.
د ولسي جرګې احتمالي نوماند ملک محمد صبر وایي: اوسني وضعیت ته په کتو مې نوملیکنه وکړه، چې د خلکو چوپړ ته ورودانګم.
د ولسي جرګې احتمالي نومانده صبریه اندر وایي: زما غوښتنه د ټاکنو خپلواک کمیسیون څخه دا ده، چې لومړی دې خپله خپلواکي خوندي کړي بیا دې د تقنیني فرمان له مخې د رڼو ټاکنو لوري ته ولاړ شو.
له دې ټولو سره سره د ټاکنو د بهیر او له ټاکنو وروسته د پروسې د رڼښت په اړه اندېښنې په ځای دي.
ولسي جرګې ته احتمالي نوماند مولا محمد پیمان وایي: لکه نن، چې له مونږ سره د رڼو ټاکنو ژمنه شوې؛ باید رڼې وي. لکه ولسمشر، چې د رڼو ټاکنو ژمنه کړې، باید رڼې تر سره شي.
ولسي جرګې ته احتمالي نوماند هوتار سینګ وایي: مونږ باید ټول د یووالي لاسونه ورکړو او هېواد له روانې بدبختۍ وژغورو.
دا، چې د نوماندانو د نوملیکنې په دوه یمه ورځ په کابل کې څو کسانو د نوماندۍ فورمې تر لاسه کړي، په دې اړه د کابل د ټاکنو د دفتر رييس وايي.
د کابل د ټاکنیزې حوزې ريیس اول الرحمان رودوال وایي: په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوملیکنه په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې روانه ده، چې تر اوسه درې نیم میلیون کسانو نوملیکنه کړې، خو اوس هم د ناامنیو له کبله شپږ سوه دوه څلوېښت مرکزونه تړلي دي.
هغه زیاتوي؛ له ټولو څلور زره څلور سوه یو نوي مرکزونو څخه درې زره درې سوه پېنځه مرکزونه پرانیستي دي. څلور سوه اووه لس مرکزونه له امنیتي ګواښونو سره مخ دي، چې درې سوه دوه دېرش مرکزونه تړلي دي. درې سوه لس نورو مرکزونو ته د نوملیکنې توکي نه دي رسیدلي. تر اوسه درې میلیون و څلور سوه زره کسانو نوملیکنه کړي، چې دوه میلیون درې سوه زره نرینه او یو میلیون و اویا زره ښځې دي. اته شپیته زره کوچیان او څلور سوه اته شپیته سک او هندوان هم ثبت شوي دي.
په ټولیزه توګه شپږ دېرش ولسوالیو ته هیڅ اساسي توکي نه دي رسیدلي. په ټول غزني کې نوملیکنه نه ده شوې او د فاریاب یوولس ولسوالیو ته توکي نه دي رسیدلي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړې ملیحه حسن وایي: اندېښنې ټولې په ځای دي او ۳۱۰ مرکزونه په ټول هېواد کې تړلي دي.
نا امني او په ټاکنو کې د خلکو د پیکه ګډون په اړه سر له اوسه اندېښنې په ځای دي؛ خو دا، چې ټاکنې به څه ډول وي، وخت به یې په ډاګه کړي.
خبریال:علی اصغري
تازه خبرونه
ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه
ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سولهییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشهیي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.
دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.
دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمهییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.
دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.
تازه خبرونه
له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول
د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.
د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.
د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.
دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.
ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.
تازه خبرونه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.
د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.
دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.
ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.
-
تازه خبرونه2 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ