عاجل خبرونه

په ننګرهار داعشیانو له درې وروڼو سرونه پرې کړي

(Last Updated On: April 23, 2018)

د ننګرهار ولایت چارواکو ویلي، چې په چپرهار ولسوالې کې داعشیانو له درې وروڼو سرونه پرې کړي دي.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي؛ داعش وسلوالو تېره شپه د دې ولسوالۍ په تیریلي سیمه کې له دغو وروڼو سرونه پرې کړي دي.

هغه زیاتوي، دغو کسانو له دولت سره کومه اړیکه نه درلوده.

داعش تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

داعش ډله نه یوازې د ننګرهار په چپرهار، خوږیاڼیو، شېرزاد ، پچیر اګام ، اچین  او نورو ولسوالیو کې پراخې هڅې تر سره کوي، بلکې د کونړ ولایت په چپه دره کې هم فعاله ده او د سیمې خلک یې اندېښمن کړي دي. 

About Ariana News

Check Also

سترې محکمې د نوي ولسمشر تر معرفي کیدو د ولسمشر غني د کار تاييد وکړ

(Last Updated On: April 21, 2019) سترې محکمې د نوې ولسمشر تر ټاکل کیدو پورې …