عاجل خبرونه

په نیویارک کې وسلوال بریدګر یوه داکتره وژلې او ۶ نور یې ټپان کړي

(Last Updated On: جولای 1, 2017)

امریکایي  چارواکي وایي؛ بریدګر د نیویارک ښار په روغتون کې یوه داکتره وژلې، ۶ نور یې ټپیان کړي او خپله یې هم ځانوژنه کړې ده.

د دوی په وینا؛ وسلوال بریدګر پخپله هم یو داکتر و، چې دنده یې له لاسه ورکړې وه.

د پولیسو کمیشنر په ډاګه کړې، چې په دې پېښه کې وژل شوی کس یوه ښځینه داکتره وه؛ خو د ټپیانو روغتیایي حالت هم د اندېښنې وړ ښودل شوی دی. 

د بریګر او قربانیانو بشپړ هویت تر دې دمه روښانه شوی نه دی؛ خو د تاوتریخوالي لامل له دندې لیرې کیدل ګڼل شوي دي.

About Ariana News

Check Also

د کابل په بمي چاودنه کې زیانمن خلک د حکومت همکاري غواړي

(Last Updated On: جنوري 15, 2019) د تېرې شپې( د مرغومي ۲۴) د بمي چاودنې …