Connect with us

تازه خبرونه

د میانمار یا پخوانۍ برما د مسلمانانو کورونه سوځول شوي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د غربی رسنیو د رپوت له مځې؛ د میانمار یا پخوانۍ برما په رخاین ولایت کې، چې اکثره او سیدونکي یې مسلمانان دي؛ له ۲۶۰۰ ډېر کورونه سوځول شوي، څه باندې ۴۰۰  کسان وژل شوي او لسګونه زره نور ګاونډ هېواد بنګله دېش ته کډه شوي، چې دې پېښې د نړۍ په ګډون په افغانستان کې هم د اجتماعي شبکو بېلا بېل غبرګو نونه را پارولي دي.

د برما حکومت هم تائیدوي، چې دا د روهنګیا د مسلمانانو خلاف یوه تر ټولو تاوتریخجنه پېښه ده. که څه هم له دې وړاندې د دې سیمې له مسلمانانو سره له دې د خورا خونړیو او بې رحمانه پېښو راپورونه ورکړ شوي دي.

د یو نسیف د رپوت له مخې؛ تر اوسه پورې نږدې ۷۰ زره روهنګیايي مسلمانان ګاونډ هېواد بنګله دېش ته مهاجر شوي دي، چې دغه بهیر په نړۍ او افغانستان کې پر اجتماعې شبکو د برما د حکومت پرضد بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي.

یو شمېر افغانان پر مسلمانو هېوادونو غږ کوي، چې د برما له مسلمانانو سره د مرستې لپاره راودانګي .

د دوی په وینا؛ مونږ له مسلمانو هېوادونو غوښتنه کوو، چي د برما له مسلمانانو سره مرسته وکړي، چې هغوۍ له ستونزو خلاص شي.

مونږه له نړیوالي ټولڼي او د بشري حقونو خپلواکو کمیسیون څخه غوښتنه کوو، چې د برما له ملسمانانو سره بېړنۍ مرسټي وکړي.

زه له غربی هېوادونو، چې ځانونه د اسلامي نړۍ په رهبرۍ کې شمېر غواړم  له غربیانو سره، چې مرسته کوي؛ اوس دي خپلو مسلمانانو وروټنو ته د همکارۍ وغزوي.

د میانمار چارواکي د روهنګیا اراکان د ژغورنې پوځ په نوم وسلواله ډله د روهنګیايي مسلمانانو خلاف د تشدد مسووله بولي؛ خو بنګله دېش ته تللي کډوال وايي، چې پوځیانو د دوی کورونه سوځولي او لوټ کړي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د برما د مسلمانانو عامه وژنه په سختو ټکو کې غندلې او دا عمل یې بشري ضد، له کرکې ډک او وحشیانه نومولی دی.

د روهنګیا د مسلمانانو او پوځ ترمنځ يه شخړو کې لږترلږه ۴ سوه تنه وژل شوي دي.

تازه خبرونه

ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سوله‌ییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.

دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.

دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.

دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.

د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.

د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.

دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.

ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.

دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.

ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!