که قیصاري خوشې نشي ټاکنې به له ستونزو سره مخ شي- جنرال دوستم

(Last Updated On: جولای 3, 2018)

د ولسمشر لومړي مرستیال د یوې خبرپاڼې د خپرولو تر څنګ په فاریاب کې د جنبش اسلامي د غړي او د دغه ګوند د سیمه ییزو ځواکونو د قومندان نظام الدین قیصاري د نیولو په غبرګون کې د هغه د ژر تر ژره خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

په خبرپاڼه کې دا ګواښ هم شوی، چې زه د ولسمشر د لومړي مرستیال، د جنبش اسلامي د رهبر او د ستر ملي ائتلاف د رهبرۍ د غړي په توګه وایم، چې که په فاریاب ولایت کې زما د دفاعي کرښې استازی قومندان قیصاري راخوشې نشي، په فاریاب ولایت کې به نه یوازې د دولت ټولې چارې له ځنډ او خنډ سره مخ شي، بلکې ټاکنې به هم ترسره نشي او پړه به یې بیا د هغه چا پر غاړه وي، چې دغه بحران یې رامنځته کړی دی.

هغه دغه راز زیاته کړې، چې د خلکو په سیمه ییزو چارو کې د نوموړي او د جمعیت اسلامي د قومندان شهید غلام فاروق قاطع سرښندنې او قربانۍ د قدر وړ دي.     

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد کوماندو ځواکونو تېره شپه په فاریاب ولایت کې د جنرال دوستم استازی او د سیمه ییزو ځواکونو قومندان نظام الدین قیصاري نیولی او د قانون منګولو ته سپارلی دی.

ښاغلی قیصاري په وروستیو څو کلونو کې یوه جنجالي پوځي څېره پاتې شوې او له طالبانو سره ډېر جنګیدلی هم دی.

هغه تورن دی، چې د دولت له چوکاته بهر یې خپل پوځي واکه نه یوازې ناوړه کارولی، بلکې حکومتي پوځي چارواکي یې هم ګواښلي دي. دغه راز دی په سیمه کې د عامو خلکو او د جنرال دوستم د سیاسي مخالفانو په وژلو او ګواښلو هم تورن پېژندل شوی دی.

About Ariana News

Check Also

کیدی شي طالبانو او خلیلزاد د بهرنیو ځواکونو پر وتلو هوکړه کړې وي

(Last Updated On: نوومبر 17, 2018) د سولي عالي شورا وایي، کیدی شي، چې طالب …