په پکتیا ولایت کې له ۵۰ ډېرو وسلوالو طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

(Last Updated On: September 01, 2018 2:03 pm)

د پکتیا امنیتي چارواکي وايي، ائتلافي ځواکونو تېره شپه د احمدابا ولسوالۍ په زرګل سیمه کې د وسلوالو مخالفینو پر ټولیو بریدونه کړي، چې په پایله کې یې ۳۳ تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.

د والي ویاند عبدالله حسرت وایي، چې په دې بریدونو کې د وسلوالو طالبانو ګڼ شمېر سپکې او درندې وسلې هم له منځه تللې دي.

وسلوالو طالبانو ویلي، چې پر طالبانو دغه راز کوم برید ندی شوی.

د هېواد په جنوبي ولایتونو کې پکتیا یو له ناامنه ولایتونو څخه دی، چې ان سیمه ییز چارواکي یې ګردیز ته نږدې سیمې هم ناامنه بولي.

About Ariana News

Check Also

په بلخ کې له ۹ ورځني ځنډ وروسته د ټاکنو کمیسیون ور خلاص شو

(Last Updated On: September 23, 2018 2:19 pm) په بلخ کې د لوی ملي ائتلاف …