له کوزې پښتونخوا راغلی د سولې کاروان اوږد مهاله اوربند غواړي

(Last Updated On: اګست 14, 2018)

له کوزې پښتونخوا راغلی د سولې کاروان غړي او د دې ولایت اوسیدونکي د پکتیا په پلازمېنه ګردیز کې د جګړې له ښکېلو اړخونو وغوښتل؛ په لوی اختر کې دې له درې ورځو زیات اوربند وکړي، چې د سولې خبرو اترو ته زمينه برابره شي.

دوی وايي، افغانان له جنګ ستړي دي او دواړه خواوې دې روان جنګ ته د پای ټکی کیدي.

د کوزې پښتونخوا د سولې کاروان مشر جرنیل پښتون د سولې په برخه کې د حکومت دریځ روښانه بولي او له طالبانو غواړي، چې د ولس د سولې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړي.

د پکتيا ولايت ځوانان هم د جګړې پر ښکېلو غاړیو غږ کوي، چې له جګړې لاس واخلي او د هېواد د آبادۍ لپاره دې کار وکړي.

د پکتیا ځوان اوسیدونکی عبدالله مخلص اوربند د خبرو لپاره یو ښه فرصت بولي او وایي، چې په کوچني اختر کې اوربند ان له خلکو د اختر خوشالۍ هیرې کړې وې.

د دغه ولایت یو بل ځوان اوسیدونکي جمعه ګل افغان سوله یوه ټولنیزه اړتیا وګڼله او وایي، چې د روانې جګړې ښکېلې خواوې دې اوربند وکړي، چې کرار کراز سوله رامنځته شي.

د غونډې ګډونوالو د سولې په برخه کې له وروستیو ولسي هڅو ملاتړ څرګند کړ او وايي، چې په دې برخه کې هر ډول قربانۍ ته چمتو يو.

په پکتیا کې د عالمانو شورا مشر قاري خواجه الدین حق بیان نیوکه کوي، چې ځینې د شخصي ګټو لپاره د سولې ټینګښت نه غواړي.

د سولې دغه کاروان شاوخوا شل ورځې وړاندې راغلی او تر دې دمه يې له بېلابېلو ملي، حکومتي او قومي مشرانو او عامو خلکو سره د سولې په اړه کتلي دي.

خبریال: فریدالله احمدزی

About Ariana News

Check Also

خلیلزاد د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو وړداندیز کړی

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې، ترمپ د …