په پکتيا کې لوستې نجونې او میرمنې په دولتي ادارو کې کار غواړي

(Last Updated On: اګست 18, 2018)

د پکتیا په ګردیز کې لسګونه نجونو څرګندوه کړې، چې زدکړې يې کړي؛ خو تر اوسه د کار زمینه نه ده ورته برابره شوې.

په پکتيا کې لوستو نجونو دا هم ویلي؛ په دولتي ادارو کې ورته کاري فرصتونه کم دي او له حکومته غواړي، چې په ادارو کې دې ورته کاري زمينې زياتې شي.

په دې نجونو کې داسې هم شته، چې د لسانس درجه يې پر ستونزو ترلاسه کړې ده.

د پکتیا اوسیدونکې مدینه وایي، چې د ناوړه ټولنيزو دودونو، امنيتي ننګونو او نورو ستونزو سره سره مو د زدکړې بهير بشپړ کړی؛ خو اوس په کورونو کې وزګارې ناستې يو.

د پکتیا یوه بله اوسیدونکې اناره ګله وایي، سیمه ییزې ادارې غواړي په لوی لاس ښځې له کاره محرومې او اړوند کار نرینه وو ته وسپاري.

یوه بله  میرمن زرغونه هم وایي، چې په یو شمېر هغو ادارو کې، چې خویندې کار کوی؛ پوهې او وړتیا ته یې پاملرنه نه کیږي او برسیرن چلن ورسره کیږي. 

د پکتيا د ښځو چارو ريیسه نسرین اوریاخېل  بيا وايي، په دې ولايت کې له پوهنتونونو فارغې شوې نجونې په کمو تنخواګانو او امکاناتو کار نه کوي. په زياتره ادارو کې د نرينه وو په پرتله ښځينه وو ته لومړيتوب ورکول کېږي؛ خو ډېرې ښځې په لږ معاش کار کولو ته زړه نه ښه کوي.

په پکتیا کې ښځې داسې مهال د مناسبو کاري فرصتونو له نشتوالي خبره کوي، چې د هېواد د نورو ولايتونو په څېر دلته هم بې شمېره ځوانان له وزګارۍ سر ټکوي.

خبریال: فریدالله احمدزی

About Ariana News

Check Also

د اسلام د ستر پیغمبر میلاد په ارګ او د هېواد په نورو برخو کې ونمانځل شو

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) ولسمشر غني د میلاد النبي په مراسمو کې څرګنده …