عاجل خبرونه

په پنجشیېر کې سیلابونو او د غره ښوییدنې مالي او خاني زیانونه اړولي

(Last Updated On: July 12, 2018 5:45 pm)

له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت منلې، چې د پنجشېر په خنج ولسوالۍ کې سیلابونو او د غره ښوییدنې په پېښه کې تر دې دمه لس کسان مړه شوي او ۳۰۰ کورونه بشپړ ویجاړ شوي دي.

د سیمه ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دغه پېښه تېره شپه رامنځته شوې او لس کلي یې بشپړ ویجاړ کړي دي.

د پېښو د زیانمنو کسانو شمېر شېبه په شېبه مخ پر ډېریدو دی او په سیمه کې حالات هم له ناورینه ډک دي.

ولسمشرۍ په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې، چې ولسمشر غني، چې دمګړۍ په بروکسل کې د ناتو د غونډې ګډونوال دی؛ له خبریدو سره سم یې ملکي او پوځي چارواکو ته سپارښتنه کړې، چې ډېر ژر د ځمکې او هوا له لارې دې زیانمنو کسانو ته غذایي او د مرستې لومړني توکي ورسول شي او هغه هېوادوال ، چې په زیانمنو سیمو کې بند پاتې دي؛ د ژغورلو لپاره یې باید ډاډمنې هڅې تر سره شي.   

دا په داسې حال کې ده، چې د پنجشېر والي مرستیال له اړوند دولتي او نړیوالو ټولنو او بنسټونو غوښتي، چې د پېښې له زیانمنو سره دې ژر تر ژره بېړنۍ مرستې تر سره کړي.

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …