عاجل خبرونه

په ولایتونو او ولسوالیو کې د نوملیکنې بهیر پای ته ورسید

(Last Updated On: جون 12, 2018)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون په ډاګه کړې، چې د ولایتونو په مرکزونو او ولسوالیو کې د رایه ورکوونکیو او نوماندانو د نوملیکنې بهیر پای ته ورسید.

دغه بهیر په داسې مهال کې پای ته رسیږي، چې دا مهال څه باندې څلور سوه مرکزونه په ۱۲ ولایتونو کې تړلي دي.

په غزني کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون دفتر تړلی او په دغه ولایت کې هیچا د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته ځانونه نه دي نوماند کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د څرګندونو له مخې؛ تر پرونه څه باندې ۶ میلیون رایه ورکوونکیو نوملیکنه کړې، چې څه باندې څلور میلیون یې نرینه، څه باندې دوه میلیون ښځې، څه باندې سل زره کوچیان او ۵۲۱ هندوان او سکان دي.

په کابل کې ډېرو خلکو او په نورستان کې لږ خلکو ځانونه راجستر کړي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی حفیظ الله هاشمي وایي، چې: دا بهیر د ولسوالیو په مرکزونو کې بریالی تر سره شوی دی او دا ښیي، چې کولی شو ټاکنې پخپل وخت تر سره کړو.       

د ټاکنو خپلواک کمیسیون معلومات ښیي، چې دولس زره یوسلو دوه نوي کسانو ځانونه نوماند کړي، چې په کابل کې دوه زره یوسلو اووه پنځوس کسانو ځانونه نوماند کړي، چې تر ټولو ډېر او په روزګان کې ۴۵ کسانو ځانونه نوماند کړي، چې په تر ټولو کمو کې راځي. په غزني کې د ټاکنو کمیسیون دفتر تړلی و؛ نو هیچا هم ځان نه دی نوماند کړی.

د افغانستان د رڼو ټاکنو د بنسټ رییس نعیم ایوب زاده وایي: د ټاکنو ورو بهیر هم یوه ستونزه ده، چې په اړه یې پوره پاملرنه نده شوې. که دغه بڼه روانه وساتل شي؛ نو ټاکنې تر پوښتنې لاندې راوستی هم شي.

د  رایه ورکوونکیو د نوملیکنې پر وروستۍ ورځ یوه مرکز ته ورغلو، دغلته مامورین وایي، چې د مراجعینو شمېر یې ډېر دی.

د رایه ورکوونکیو د نوملیکنې بهیر؛ خو په کلیو کې د غبرګولي له نولسمې پیل شوی او د چنګاښ تر ۱۵ دوام کوي.

خبریال: خلیل الرحمن امید

About Ariana News

Check Also

د اسلام د ستر پیغمبر میلاد په ارګ او د هېواد په نورو برخو کې ونمانځل شو

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) ولسمشر غني د میلاد النبي په مراسمو کې څرګنده …