عاجل خبرونه

په کندوز کې ۹ وسلوالو طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

(Last Updated On: June 03, 2018 2:58 pm)

سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې، چې د دغه ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په کنجک او وردکي سیمو کې امنیتي ځولاکونو له وسلوالو طالبانو سره نښته کړې؛ څلور وسلوال یې وژلي او ۵ نور ټپیان دي.

دغه راز چارواکو په ډاګه کړې، چې د دې ولایت د ارچي ولسوالۍ د شاهروان کلي د ترکمنو په اړوند سیمو کې د ملي اردو ځانګړیو ځواکونو عملیات تر سره کړي، چې په کې د طالبانو د اکمالاتو مسوول حاجي نجیب الله او د ارشاد او دعوت مسوول شاه محمود ژوندي نیول شوي دي.

په سیمه کې د مرکزي آسیا د وسلوالو شتوالی، د پاکستان او روسیې د سیاسي همکاریو پراختیا، د مخدره توکو کار و بار او د سیمه ییزو زورواکانو شتون هغه څه دي، چې شنونکي یې د کندوز ولایت په ناامنه کولو کې د یادونې وړ بولي.

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له هغې وروسته، چې له بهرنیو ځواکونو بشپړ امنیتي مسوولیتونه تر لاسه کړي؛ تر دې دمه د افغانستان د وسلوالو مخالفانو سره په نښته کې ښکېل پاتې دي.

About Ariana News

Check Also

حکومت او طالب استازیو د سولې په اړه د مشورې هوکړه کړې- روسیه

(Last Updated On: September 23, 2018 3:37 pm) د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی …